۱۳۹۴ دی ۲۳, چهارشنبه

په هلمندکې د ۱۱ میاشتوپه تیریدو (۷۳۴ ) ملکي کسانوته مرګ ژوبله اوښتې ده .

راپور—۲۰۱۶—۱—۱۴—
په هلمندکې د ۱۱میاشتوپه تیریدو (۷۳۴ ) ملکي کسانوته مرګ ژوبله اوښتې ده .
دهلمند دبشري حقوني ولایتي دفتروایې دتیرکال په پرتله له تیرو ۱۱ میاشتوپه تیریدو ۳ سلنه دملکي مرګ ژوبلي کچه لوړه سوې ده ،چارواکې وایې لاملونه یې په ګڼ میشتوسیموکې دودلت او وسله والوطالبانوترمنځ جنګ جګړې دي چې دملکي کسانوپه مرګ ژوبله کې زیات والی راغی .
دوالي ویاند دبشري حقونودخپلواک کمیسیون دملکي کسانودمرګ ژوبلي خپره سوې شمیره نه منې .
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
په هلمندکې دوامداره جنګ جګړوداځل دبشري حقونودخپلواکې کمیسیون ولایتي دفتراندیښني هم ډيري کړي دي، ددغه دفترچارواکې وایې له تیرو ۱۱ میاشتوپه تیریدوپه هلمندکې یوازي ۷۳۴ ملکي کسانوته مرګ ژوبله اوښتې ده چې ۲۳۲ وژل سوي او ۵۰۲ کسان هم ټپي سوي دي چې ډيره برخه یې ښځي اوماشومان دي.

هغه وایې داچې وسله والوطالبانو اودولتي چارواکودملکي کسانوپه ګڼ میشتوسیموکې خپلوبریدونوه زور ورکړی اوجنګي قوانینوته یې هم هیڅ پام لرنه نه ده کړې  نو له امله یې دملکې کسانوپه مرګ ژوبله کې زیاتوالی راغی .

نوموړی وایې دیادجګړوله امله زرګونه کورنۍ کډوالي سوي هم دي چې اوس مهال یې ژوند له ګڼوننګونوسره مخ دی ، خودهلمند دوالي ویاندعمرځواک نه داچې دبشري حقونودخپلواک کمیسیون دملکي کسانودمرګ ژوبلي شمیره نه منې بلکې وایې له تیروڅومیاشتوراهیسې په دې ولایت کې یوازي  ۵۰ ملکي کسانوته مرګ ژوبله اوښتې ده هغه هم دوسله والوطالبانوپه مځکني ماینونواوډله ییزوبریدونوکې.هڅه مو وکړه چې دطالبانونظرهم ولروخوبریالي نسو.


هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر