۱۳۹۴ بهمن ۶, سه‌شنبه

که څه هم دهلمند بریښنا ډيری وختونه نوي خوله تیرو اتومیاشتوراهیسې یې عواید ۳۵ سلنه لوړسوي دي .

راپور—۲۰۱۶—۱—۲۷—
په هلمندکې ډيری وخت بریښنا نه وي خوعواید ۳۵ سلنه لوړسوي دي .
چارواکې هم دامنې چې په تیرو اتومیشاتوکې دکجکې څخه لښکرګاه ته غځیدلي مزي څوځله پري سوي هم دي خوداچې په اداره کې يې چاري منظمي کړي دي په عوایدوکې یې لوړوالی راغلی دی ، دوی وایې هغه کسان به هم عدلي اوقضایې اداروته وسپاري چې دبریښنا پوره وړي دي .

دکجکې دبریښنا دبندڅخه هلمند اوکندهارته دبریښنا غځیدلي مزي ترډيره په هغه سیموکې دي چې دوسله والوترولکي لاندي دي ،خودغه لین په تیرواتومیاشتوکې څوځله پرې سوی هم دی ولي چارواکې وایې په یاده موده کې یې عواید ۳۵ سلنه لوړسوي دي ،دبریښنا رئیس وایې دعوایدولوړوالی په اداره کې دچارومنظمول اودفساد لمنځه وړل دي .

رئیس وایې لاهم ډيری دولتي ادارې اوملکي کسان دبریښنا ۱۲۰ میلیونه افغانۍ پوره وړي دي چې د۱۷۰ هغه کسانولیست یې هم ترتیب کړی دی چې ډيرژربه یې عدلي اوقضایې اداروته وسپاري .

نوموړی وایې دوی دهغه کسانوپروړاندي جدي هڅي راپیل کړي دي چې په ناقانونه توګه یې دبریښنامزي غځولي وي ، دیادولوده چې دکجکي دبند ددو توربینونوڅخه ۳۲ میګاواټه بریښنا په لاس راوړل کیږي چې ۶ میګاواټه هلمند ۶ کندهاراوپاته نوره ټوله بریښنا دهلمند په هغه ولسوالیوکې مصرفیږي چې دطالبانوترواک لاندي دي اوپه یادو سیموکې دبریښنا ټول عایدهم طالبان اخلي .


هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر