۱۳۹۴ دی ۱۸, جمعه

امنیه قوماندان وایې دباباجې ۴ حوزه دښار نه ده چې دولایتي شورادسخت غبرګون سره مخ سو.

راپور—۲۰۱۶—۱—۹—
امنیه قوماندان یې له سره منې نه خووکیلان دغه پریکړه دهلمندسره لویه جفابولي .
دلښکرګاه ښارڅلريمي امنیتي حوزې مرکزي سیمي باباجې له ننه شاه اوخوا دوه نیمي میاشتي وړاندي وسله والوطالبانوترواک لاندي راغله چې تراوسه هم پري راج چلوي خودهلمندانه قوماندان اوس دانه منې چې باباجی دي دلښکرګاه ښارڅلرمه امنیتي حوزه وي ،خودقوماندان دغه څرګندونودولایتي شوراد سخت غبرګون سره مخ سوې دوی وایې دغه ډول پریکړي دهلمند داولس اودسیمودویشلوپه معني دي چې پایلي به یې خراب وي .
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
دباباجې سیمي چې یوه پراخه اوګڼه میشته سیمه ده په ۱۳۹۳ کال کې په رسمي توګه دلښکرګاه ښارڅلرمه امنیتي حوزه اودښاروالۍ پنځمه ناحیه هم ده چې دښارترنوروامنیتي حوزویې دپولیسوتشکل هم لوړدی ،باباجی دلښکرګاه ښاردروازه اودښاردمرکزي سیمولپاره یوه ترټولومهمه امنیتي حوزه ده چې شاه اوخوادوه میاشتي وړاندي وسله والوطالبانویې مرکزي سیمي ونیولي او اوس هم پري واکمن دي خودهلمندامنیه قوماندان نه یوازي چې څلرمه امنیتي حوزه دسره منې نه بلکې وایې ددوی لپاره هیڅ اهمیت هم نلري .

هغه وایې دامهال دوی یوقوي کمربندجوړکړی چې طالبان نسي کولای له دي لاري ښارته داخل سي ،خودقوماندان دغوڅرګندونودهلمند دولایتي شورادوکیلانودسخت غبرګون سره مخ سوې  وکیلان وایې دوی به چاته اجازه ورنکړي چې هلمند وویشي ،دوی دامنیه قوماندان دغه څرګندوني بي اساسه دهلمند اوباباجې دخلکوسره لویه جفابولي .


لښکرګاه ښارڅلور امنیتي حوزې لري چې اوس مهال دباباجې څلرمه امنیتي حوزه له شاه اوخوادومیاشتوراهیسې یې مرکزي سیمي دطالبانوترواک لاندي دي خوچارواکې خوامنیه قوماندان یې دښارحوزه نه بلکې یوه لري پرته دښتي سیمي بولي . 

هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر