۱۳۹۲ آذر ۹, شنبه

په هلمندکي پولیسوشاخوا۵۰۰ کلیوګرامه نشیه يي توکي نیولي دي

راپور-۳۰-۱۱-۲۰۱۳
په هلمند كې پوليسوسلگونه كيلوګرامه نيشه يي توکي په لاس راوړي دي .
چارواكي وايي چې ياد سوي نيشه يي توكي چي په یوه کورکي ځاي پرځاي سوي وو د جمعې په ورځ يي په لښكرگاه ښاركې پولیسودخپلومعلوماتوپربنسټ نیولي دي .
دوي همداراززیاته وي چي دهلمندپه ټولوهغه سیموکي چي امنیتي ستونزي نلري دکوکناردکښت دمخنیوي لپاره يي کمپاینونه هم په جریان لري .
پدي اړه نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکار سردارمحمد سروري راکوي .
دهلمنددوالي ویاندعمرځواک وايی شاوخوا ۵۰۰ كيلوگرامه ياد نيشه يي توكي چې ډيره برخه يې وچ تارياك اوهيروئين دي د لښكرگاه ښاردصافيانوپه نوم سيمه كې د جمعې په ورځ وروسته له غرمي د پوليسولخوا ونيول سول .
هغه وايي دغه نشه يي توکي چي داستوګني په یوه کورکي ځاي پرځاي سوي وه په تړاوي دکورخاوندنیول سوي دي چي ورڅخه پلټني دوام لري .

عمرځواک وايی دهلمندپه یوشمیرولسوالیوکي اوس مهال د گډوامنيتي ځواكونوله لوري د كوكنارود كرد مخنيوي په موخه لاله وړاندي كمپاينونه په لاره اچولي دي چي تراوسه يی لسګونه كروند گرنيولي اووروسته ترضمانت کولوخوشي کړل سوي دي .
په ورته وخت کي د لښكرکاه شار د پوليسود لومړى امنيتي حوزې آمرسمونيارجان آغا وايي دغه نيشه يي توكي يې د پټومعلوماتوپر بنسټ نيولي چې له تورن كس سره يې يوځاى له نيشه يي توكوسره د مبارزې اړوندواداروته سپارلي دي.

د يادونې وړده چې له تيروكلونوراپه ديخوا دا لومړى ځل دى چې په لښكرگاه ښاركې له یوه کوره څخه په لويه كچه نيشه يي توكي د امنيتي ځواكونولخوا كشف اوترلاسه كيږي.

هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر