۱۳۹۲ آبان ۲۶, یکشنبه

سرحدي ځواكونه :پدي ولایت کي مود قاچاق وړونكوپروړاندې جدي هڅې پیل كړې دي

راپور-۱۷-۱۱-۲۰۱۳
دهلمند سرحدي ځواكونوپدي ولایت کي د قاچاق وړونكوپروړاندې جدي هڅې پیل كړې دي
په دې ولايت كې دشپږم سرحدي زون چارواكي وايي چې تردم ګړیه دوي ډيرى لوي لارې د قاچاق وړونكوپرمخ تړلې چې په لړكې يې سلگونه كيلوگرامه نشیي تومي هم نيولي اوپه تړاوي نیول سوي عاملين د قانون منگولوته سپارلي دي.
دوى همدا راز وايي كه د پولي دساتنې لپاره پرمختللي وسايل په واك كې نلري حوبیاهم دوى چمتودي چې په سرحدي سيموكې شته ستونزې له منځه يوسي.
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکار سردارمحمد سروري راکوي .
په هلمند كې دشپږم سرحدي زون قوماندان مل پاسوال سلطان محمود محمود وايي دوي دخپلوتلاښونوپه دوام دوه ورځې وړاندې ددې ولايت په خانشين ولسوالۍ كې ۱۳۸ كيلوگرامه اوبلن تارياك له يوه عراده موټرسره نيولي اوددې ترڅنگ يي د تيرو اتومياشتوپه اوږدوكې ټول څه باندې ۷۶۳ كيلوگرامه تارياك نيولي اوعاملين هم دقانون منګلوته سپارلي دي .

نوموړي وویل په سرحدي سیموکي قاچاق وړونکي ډیری وختونه دشپي له تیاري څخه په ګټه پورته کولوسره قاچاق له یوي سیمي څخه بلي ته انتقاله وي چي دوي دامهال هغه ډول پرمختللي وسايل په واك كې نه لري چې په مټ يې په ستونزمنوحالاتوكې د نيشه يي توكود قاچاق وړونكو اونورومجرمينومخه پري ونيسي.
هغه وویل ددوي دمسولیت ساحي له ګاونډي هیوادونوسره ګډه پوله لري چي په ځینوسیموکي سرحدي پولیس شتون نلري چي له امله يي نه یوازي کورني بلکي نړیوال مافیايي کړيوسره تړلي قاچاق وړونکي ترګټه پورته کوي .

قوماندان وايي که دپولی دساتني لپاره پرمختللي وسایل په واکي ورکول سي په هرډول حالاتوکي دوي چمتودي چي دقاچاق وړنکواونورومجرمينومخه پرخپل وخت ونيسي.

هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر