۱۳۹۲ آبان ۱۰, جمعه

هلمند: قومي مشران وايي ترسره سوي هڅي دسولي لپاره ښي پایلي نلري

راپور-۱-۱۱-۲۰۱۳
په هلمند كې قومي مشران وايي ترسره سوي هڅي دسولي لپاره ښي پایلي نلري اوپه رښتني توګه بایدګاهڅي تسره سي .
په دې ولايت كې قومي مشران وايي كه څه هم تردې مهاله د سولې په برخه كې ډيري منډي ترنډي ترسره سوي دي خوداچي رښتني نه وي نوځکه يي ښي پایلي په لاس نه دي راوړل سوي .
دوي همدارازپرچارواکونیوکه وکړه چي دملي ګټوپرځآي يي شخصي ګټوته وده ورکړي ده خوددغه ډول ستونزودلمنځه تلوغوښتنه کوي .
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکار سردارمحمد سروري راکوي
دهلمندولایت دقومي اوقبایلوچاروپه ریاست کي راټول سووقومي مشرانوديوې غونډې په ترڅ كې وويل چې د سولې په برخه كې هره ورځ ډيرلگښتونه اود عامه پوهاوي پروگرامونه ترسره كيږي خودتردامهاله يي هیڅ داسي کومه مثبته پایله په لاس نه ده راوړل سوي .
دوي زیاته وي ترادمګړیه دولت دوسله والومخالفینوسره دروغي جوړي په برخه کي هم کوم مثبت ګام نه دي پورته کړي.

ددوي په ویناکه یوشمیردولتي چارواکي دشخصي ګټوپرځاي ملي ګټوته ژمن پاته سي اودوسله والومخالفینودپردیواستخباراتي کړیولاس وهنه نه وي کیداسي دسولي دراتلولپاره یوډول زمینه برابره سي .
په ورته وخت کي د هلمند د سرحدونواوقبايلوچاروریس محمدقاسم نورزی د سولې په برخه كې د دولت هڅې پرځاى بولي هغه وايي بهرنۍ لاس وهنې دي چي په دغه برخه کي دپرمختګ مخه نیسي .

نوموړي ټنګاروکړکه په ګډه سره دسولي دټنګښت لپاره کارونسي اودښاري سیموڅخه یادپروسه وکلیوالوسیموته ونه غځول سي کومه ښه پایله به ونلري .

هغه وايي په افغانستان کي جګړه هغه کچي ته رسیدلي چي نه یوازي دسراومالي زیانونه رامنځته کیږي بلکي دیني مقدساتوته هم سپکاوي کیږي چې ښې بيلگې يې په جوماتونوكې ځانمرگي بريدونه اودې ته ورته نوري چاودنې دي.

هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر