۱۳۹۲ آبان ۲۷, دوشنبه

د۶ سرحدي زون ۱۴ پولیسوته روغتیايي زدکړي ورکول سوي

په هلمندولايت کي دشپږم سرحدي زون څخه ۱۴ تنه پوليس داوليه روغيتايي زدکړووروسته فارغه سول .
ديادزون دروغتيامسول ډاکټرسوسمونيارمحمداغا وفادغه ۱۴ ساتنمنان دسره صليب له لوري ورته دروغتياپه برخه کي زدکړي ورکول سوی دي.
په هلمندولايت کي دشپږم سرحدي زون څخه رسينوته په ليږل سوي خبرپاڼه کي ويل سوي چي وړاندي تردي هم ۱۱ ځله نورديته ورته سرتيري دورغتياپه برخه کي روزل سوي دي .
دوفاپه خبره دوي هڅه کوي چي دغه لړۍ نوره هم چټکه کړي ترڅوپدي برخه کي پرتي ستونزي لمنځه ولاړي سي .
ددوي په وينااوس مهال پدي برخه کي ددوي ستونزي ورځ تربلي دکميدوپه حال کي دي .



هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر