راپور-۵-۱۱-۲۰۱۳
ډنمارك هيوادبه دراتلونكوپنځوكلونولپاره نورهم په
افغانستان كې خپلومرستوته دوام وركړي
دا څرگندونې د نوموړي هيواد د پرمختيايي چارو وزيرد
دوشنبې په ورځ ناوخته هلمند ته د يوه ناڅاپي سفرپه ترڅ كې د هلمند له والي سره د
ليدنې پرمهال وكړې.
دغه چارواكي دا هم وويل چې په هركال كې به ددې
مرستواندازه سل مليونه امريكايي ډالره وي چې د كرنې،پوهنې،د ښځود حقونواود افغان
سرتيرود روزلوپه برخه كې ولګول سي.
نورحال دهلمندولايت څخه زموږهمكار
سردارمحمدسروري ركوي
دډنمارك د پرمختيايي چارو وزيركرستين فريس باغ وويل چې
هيواد يې ژمن دي چي له افغانستان اوپه ځانگړي ډول له هلمند سره تر۲۰۱۴ كال وروسته
هم د پنځوكلونولپاهر خپلومرستوته دوام وركړي.

هغه وايي دوي به د هلمند د كروندگرود محصولاتولپاره د
بازارموندنې په برخه كي پوره هڅه وكړي ترڅودغه محصولات نړيوالوبازارونوته لارپيداكړي
.
هلمند والي الحاج محمد نعيم وايي ډنمارك هيواديوله هغه
هيوادوڅخه دي چي دافغانستان اوپه ځانګړي توګه يي دهلمند سره مرستي دپام وړدي .
ډنمارك هيواددايساف په
چوكاټ كي ترشپږسوه زیات
سرتیری لري چي دهلمندولايت په ګرشك ولسوالي کي دافغان ځواکونوسره یوځاي دامنیتي ستونزوپه لري
کولوبوخت دی .
هیچ نظری موجود نیست:
ارسال یک نظر