-۱۳-۱۱-۲۰۱۳
په هلمند كې د ملي اردوپه
عملياتوكې شپږتنه وسله وال طالبان ووژل سول .
په هلمندکي د ۲۱۵ ميوند قول اردولخوا
رسنیوته ليږل سوې خبرپاڼه كې ويل سوي چې يادعمليات د سه شنبې په ورځ د گرشك ولسوالۍ اړوندد يخچال په سيمه كې د ملي اردوددريمې
لوا لخوا ترسره سوي چې په پايله كې يې
د ملا نقيب په نوم د طالبانود يوقوماندان په گډون څلورتنه وژل سوي اودرى تنه قوماندانان يې له يوه عراده موټرسره ژوندي نيولي دي.
د خبرپاڼې له مخې چې
په همدې ورځ د ملي اردود لښكرگاه ښاراړوندوسيموكې دوه وسله وال وژل سوي يوتن ټپي سوى اويوه اندازه وسلې
اومهمات هم د ملي اردوځواکونوته په لاس ورغلي
دي دخبرپاڼي دوینالمخي په دغه عملیاتوکي د ملي اردوسرتيروته كوم
زيان نه دى اوښتى.
خوددې پيښوپه اړه تردې
مهاله وسله والوطالبانوڅه نه دي ويلي.
هیچ نظری موجود نیست:
ارسال یک نظر