۱۳۹۲ آبان ۱۵, چهارشنبه

هلمند:دعامه ساتنې دپوليسو په ليكوكې پرتي ستونزي به لمنځه یوسو.

راپور٢٠١٣-١١-٦
 په هلمند کې به دعامه  ساتنې پوليسو په ليكوكې پرتي ستونزي لمنځه یوسو.
دا څرګندونې  په  لښكرګا كې د كورنيو چارو وزارت د عامه ساتنې د پوليسو مرستيال د هلمند له  والي او يوشمير نورو لوړ پوړ امنيتي چارواکو سره دیادو ستونزودلري کولو پرسر تر خبرو ورسته خبريالانو ته وکړې.
دده په خبره دعامه ساتنې پوليس به  پياوړې کړي ترڅوله  قانون  څخه سرغړونکو پوليسو ته به د قانون له مخي سزا ورکړي.
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
دکورنیوچارووزارت دعامه ساتني دپولیسومرستیال لوي پاسوال جمال عبدالناصرصدیقي دچهارشنبي په ورځ له یوشمیرنورولوړپوړوامنیتي چارواکوسره هلمندته دیوه سفرپرمهال دهلمندوالي سره تریوي لنډي کتني وروسته رسنیوته وویل دسفرموخه يي له كندهارڅخه د فراه ولايت تر مربوطاتو دهلمند په  سيموكې د لويو لارو اكمالاتي كتارونو پرحالت دپرتوستونزو دارزوني اوپه دغه برخه کي دپرتوستونزودحل دلاروچارولټول وښودل .

نوموړي وویل دولسمشردځانګړي فرمان له مخي خصوصي امنیتي کمپنۍ نه سي کولی دبهرنیواونوراکمالاتي کاروانونوساتنه وکړي هغه په زغرده وویل که په دغه برخه کي دعامه ساتني پولیس ناغړي وکړي هم هغه مهال به يي دقانومنګلوته وسپاري .
په ورته وخت کي د هلمند والي محمد نعيم هم  وويل چې دعامه ساتني دپولیسودراغلي پلاوي سره پرټولوهغه امنیتي ستونزوخبري کړي دي چي وړاندي تردي په دغه برخه کي موجودي وي .

هلمندوالي په دغه ولایت کي دپوليسود كافي امكاناتود نشتوالي د ستونزود حل غوښتنه وكړه اوزياته يې كړه چې د همدې پوځي امكاناتوكموالى د پوليسوپه كاراوفعاليت کي خورازیاتي منفي اغيزي کړي .

د يادونې وړده چې  په دې وروستيوکې په دې ولايت کې د وسله والو طالبانو لخوا د لويولارو پرسرد عامه ساتنې او خصوصي امنيتي کمپنيوپرسرتیروبریدونودنورووختونوپه پرتله زیات والي راموندلي دي 

هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر