۱۳۹۲ آذر ۳, یکشنبه

د هلمند په گرشك ولسوالۍ كې ۲ زره ښځود رايې اچونې كارتونه ترلاسه كړي دي

راپور-۲۴-۱۱-۲۰۱۳
د هلمند په گرشك ولسوالۍ كې ۲ زره ښځود رايې اچونې كارتونه ترلاسه كړي دي
په دې ولايت كې د ټاكنود خپلواك كمسيون ځايي مسؤلين وايي چې ياده سوې شميره لكه څنگه چې تمه كيده دومره نه ده خوبيا هم ددې حوزې په كچه په نوموړې ولسوالۍ كې ډيروښځود رايې اچونې كارتونه ترلاسه كړي دي.
په همدې حال كې ځايي چارواكي اود نوموړې ولسوالۍ يوشميرښځينه هم په دې اړه انديښنه لري
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکار سردارمحمد سروري راکوي .
دهلمندولایت دټاکنودخپلواک کمیسون مشرقدرت الله نقشبندي د شنبې په ورځ په گرشك ولسوالۍ كې د ښځود عامه پوهاوي په غونډه كې وويل چې په سهيل لويديځوولايتونوكې يوازینۍ د هلمند د گرشك ولسوالي ده چې پكې په ډيرشميرښځود رايې اچونې كارتونه ترلاسه كړي دي.
هغه وايي چې تردې مهاله په دې ولسوالۍ كې ۲ زره ښځوكارتونه ترلاسه كړي خوپه وینايي چي څومري چي دوي تمه لرله هغه ډول دښځونوم لیکنه نه ده ترسره سوي .
په ورته وخت کي هلمند د والي مرستيال احمد مسعود بختوربیاپه سیمه کي بیځایه سيمه ايزدودونه اوكورني فشارونه ددې ستونزې لوي لامل بولي اوله ښځوغواړي چې خپل حق پخپله ترلاسه كړي. 
بل پلود نوموړې ولسوالۍ يوشميرښځينه په دي ولایت کي دامنیتی ستونزوپه برخه كې اند يښنه لري خودوي له نوروښځوغواړي چې د رايې اچونې كارتونه ترلاسه اوپه راتلونكوټولټاكنوكې فعاله ونډه واخلي. 
ددوي په ونیاچي د هيواد د سرنوشت په ټاكلوكې د ښځوكمه ونډه نه يوازې دوى له خپلوحقونوڅخه بې برخې كوي بلكې هغه ستونزې به هم پرخپل ځاي وي چي دامهال په ټولنه كې ورسره لاس اوگريوان دي.

دا په داسې حال كې ده چې په ټول هلمندکي شاوخوا سل زره د رايې اچونې كارتونه ويشل سوي چې له دې جملې څخه ۵ زره یه ښځې دي.

هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر