۱۳۹۲ آبان ۲۱, سه‌شنبه

دټاکنودولایتي کمیسون دفتر:په هلمند كې د ښځينه كاركوونكودكمښت له وجي د ښځود نوم ليكنې كچه خوراټيټه ده

راپور-۱۲-۱۱-۲۰۱۳
په هلمند كې د ښځينه كاركوونكودكمښت له وجي د ښځود نوم ليكنې كچه خوراټيټه ده
په دې ولايت كې د ټاكنود خپلواك كمسيون ځايي مسؤلين وايي ددې ستونزې د حل کولولپاره يې پوره منډي ترنډي وهلي خوونه توانیدل چي د ښځينه مامورينوشميره ډيره كړي ترڅود ښځود نوم ليكنې پروسه دنارینوپشان پراخه كړي.
مسولینودیادي ستونزي لامیلونه پښتني دودونه . دډاډمن امنیت نشتوالي . اوهغه ښځي چي لوست کولای سي دکارکولولپاره زړه نه ښه کیدل په ګوته کړل .
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکار سردارمحمد سروري راکوي .
په هلمندولایت کي دټاکنوخپلواک کمیسون ځانيی مسول قدرت الله نقشبندي وايي پدي ولایت کي دنارینه ودنوم لیکني په پرتله دښځوونډه ۷۰ سلنه ټیټه ده اولامل يي دادي چي دوي له پوره هڅوسره سره ندي توانیدلي چي ددي ستونزي دمخنیوي لپاره ښخينه ماموریني په دنده وګماري .
د نوموړي په وينا چې كه څه هم په لښكرگاه سربيره په ټولوولسواليوكې ورسره امنيتي ځواكونود نوم ليكنې د امنيت په خوندي كولوكې د پام وړهمكاري كړې خوستونزه داده چې د پښتني دودونوله امله لوستې ښځې زړه نه ښه كوي چې له دوى سره د نوم ليكنې د مامورينوپه توگه كاروكړي.

هغه وايي دمرکزترڅنګ يي په ۱۱ ولسوالیوکي دنارینه اوښځینه وبرخه کي مرکزونه پرانیستي وه خودامهال یوازي په لښکرګاه ښارکي دنارينواوښځینه ولپاره پرانستي مرکزونه لري .
نقشبندي وايي که دښځوپروړاندي یاده ستونزه نه وايي نودنارینوپشان به زرګونه ښځوهم پدي ولایت کي نوم لیکنه کړي وايي .


داپداسي حال کي ده چي ددي ولایت په ډیری سیموکي دنوم لیکني په برخه کي ستونزي وي خوبغران اودیشوهغه ولسوالي دي چي تراسوه هم دوسله والوطالبانوپه به ولکه کي اوهیڅ ډول نوم یکنه پکښي نه ده ترسره سوي .

هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر