۱۳۹۲ آذر ۵, سه‌شنبه

په هلمند كې خبريالان پوره معلوماتوته دلاس رسى په برخه کي دډیری ستونزوسره مخ دي .

راپور-۲۶-۱۱-۲۰۱۳
په هلمند كې خبريالان پوره معلوماتوته دلاس رسى په برخه کي دډیری ستونزوسره مخ دي .
دا څرگندونې لسگونوخبريالانود سه شنبې په ورځ په هغه غونډه كې په ډاگه كړې چې په همدې موخه په لښكرگاه كې جوړه سوې وه.
دوى همدا رازمجرمينوته د سزا وركولوپرځاى بخښنه غوښتل په سختوټکوسره وغندل اوله دولت څخه يې غوښتنه وكړه چې د خبريالانوقاتلين ونيسي اوپه سخته سزا یه ورسوي .
دوي زیاته وي چي په تیرودولسوکلونوکي ډیری خبریالان وژل سوي خوتراوسه يي دیوه قاتل هم نه دي نیول سوي .
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري 
په هلمندکي كې يوشميرخبريالانوپدي ولايت كې دکافي معلوماتوپه واکي دنه ورکولوپه برخه کي اوس هم هره ورځ دخوراستونزوسره لاس اوگريوان دي دوي زیاته وي چي پدي برخه کي دولت ورسره هیځ ډول مرسته نه ده کړي .
د دوى په وينا چې نه يوازې ډيرى تودې خبري موضوع گانې له دوى څخه پټې ساتل كيږي بلكې د ځينوادارو ويندويان هم پرخپل وخت هغه معلومات چې خبريالان ورته اړتيا لري په واکي نه ورکوي .اوله پرله پسي تيلفوني اړيكوسربيره بيا هم دوى په دې نه توانيږي چې كافي معلومات په لاس راوړي 

ياد شوي خبريالان وايي چې په تيرودوه لسيزوكې په هيواد كې شاوخوا ۴۰ تنو كورنيواوبهرنيوخبريالانوخپل ژوند له لاسه وركړى خودولت تراوسه هم دخبریالانودمجرمینوپه نيولواوهغوى ته په سزا وركولوكې پاتې راغلي دي.

د يادونې وړده چې په هلمند كې د روانې لسيزې په اوږدوكې دوه تنه خبريالانوهريوعبدالصمد روحاني د نامعلومووسله والولخوا،عبدالهادي همدردد ماين په چاودنه كې اونظرمحمد مجنونياريوتن ممثل د ايساف په هوايي بريد كې خپل ژوند له لاسه وركړى خوچارواكي لاهم تراوسه پدي برخه کي چوپه خوله پاتې دي .

هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر