۱۳۹۲ آبان ۲۹, چهارشنبه

په هلمندکي : داته زره کډوالوکورنیولپاره دښارګوټي چاري پیل سوي


راپور-۲۰-۱۱-۲۰۱۳
په هلمند كې د كډوالولپاره د بست په نوم دښارگوټي د جوړولوچارې پيل سوې
دغه ښارگوټۍ د لښكرگاه ښارپه ۳۰ كيلومترى كې د هرات كندهارلويې لاره ته څيرمه جوړيږي چې پكې به زرگونوكډوالوكورنيوته يوه يوه رهايشي نومره په پام کي نیول سوي .
ددغه ښارګوتۍ چاري چي دجهارشنبي په ورځ پيل سوې دچارواکوپه خبره دژوندکولوټولې آسانتياوې یه په پام كې نيول سوې دي.
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکار سردارمحمدسروري راکوي .
دبست په نوم دکډوالودښارګوټي دچارودپیل پرمهال دهلمندد والي مرستيال احمدمسعود بختورخبريالانوته وويل چې دغه پنځه زره جريبه ځمكه هغه اته زره كډوالوكورنيوته ويشل كيږي چې له گاونډيوهيوادونوڅخه راستانه سوي اويا هم په دې ولايت كې د نا امنيوله امله له يوې سيمې څخه بلې سيمې ته بيځايه سوي دي.
پرهمدي مهال په په هلمند كې د كډوالوچارورئيس غلام فاروق نورزى وايي چې په نوموړې سيمه كې پنځه زره جريبه نوره ځمكه هم په پام كې نيول سوې چې هغه به هم پرخپل وخت په څه باندې اته زره كډوالوكورنيو وويشل سي.

دغه چارواکي وايي ددغه ښارگوټي ځمكه دولسمشرد۱۰۴مې گڼې فرمان له مخې به مستحقوكډوالوكورنيوته ورکول سي دوي ټنګاروکړچي پدي ښارګوټي کي به دهرډول فسادمخه نیسي او هيڅ ډول شخصي اونورواړيكوته به هم ځاى ورنه كول سي .
بل پلوکه څه هم یوشمیرکډوالي کورنۍ دښارګوټي په جوړولوخوښي ښکاره کوي خووايي چي دوي دبیوزلۍ له امله اوداقتصادي ستونزوله وجي نسي کولای چي کورنه پري جوړکړي .
کډوال پدغه برخه کي ددولت اومرسته کوونکوڅخه دپوره دمرستي غوښتنه کوي .


د چارواكوپه وينادیادښارګوټي دكډوالوله كورنيوسره د ملگرومتلونود عالي كميشنرى لخوا دکورجوړه ولود ځينوتوكوپه برخه كې دمرستې ژمنه کړي 

هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر