۱۳۹۲ آبان ۱۸, شنبه

هلمند: څلور وسله وال طالبان دخپل ماين ښکار سول.

۲۰۱۳/۱۱/۹
څلور وسله وال طالبان دخپل ماين ښکار سول.
دهلمندولایت امنیه قوماندان مل پاسوال محمد حکيم انګاروايي دشنبي په ورځ ترغرمي وروسته دګرشک ولسوالۍ په يخچال سيمه کي ياده  پيښه  رامنځته سوي ده.
دده  په خبره  په همدي سيمه کې پوليسو عمليات  پيل کړي اووسله والوغوښتل دپوليسو دعملياتو دمخنيوي وکړي اوددوي په لاروکي ماینونه ځاي پرځاي کړي چي خپل ماین ورباندي چاودنه کړي ده .
بل خوا دمارجي ولسوالۍ دترخه ناور په سيمه کې ځايي اوسيدونکې وايې تيره  شپه  وسله والو طالبانودسیمه ییزوپوليسو په يوې  امنيتي پوستي بريد کړى دي چې په تر‌څ کې يې دري سيمه يز پوليسو وژل سوي دي.
په  دې اړه امنيتي مسئولينوتردي مهال څه نه دي ویلي.
بل خوا دوسله والو طالبانو وياند قاري يو سف احمدي وايې په نادعلي او موسى کلا ولسواليو کې يې دماين په چاودونوکې ګڼو بهرنيو او کورنيو سره تيرو ته مرګ ژوبله اړولي ده.



هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر