۱۳۹۲ آذر ۱۰, یکشنبه

په هلمند كې : په سلگونه وسله والې ډلې د كوكناورله كركيلې څخه په بشپړه توګه دفاع كوي




راپور-۱-۱۲-۲۰۱۳
په هلمند كې په سلگونه وسله والې ډلې د كوكناورله كركيلې څخه په بشپړه  توګه دفاع كوي
دغه څرګندوني د يكشنبې په ورځ ددې ولايت د ملي امنيت رئيس د نيشه يي توكودمخنيوي د عامه پوهاوي په يوه پراخه غونډه كې وكړي.
هغه همدا رازوايي په هلمندولايت كې ۲۰۰ تنه لوى اوواړه د نيشه يي توكوقاچاق وړونكي هم شتون لري چې دوسله والو مخالفينوترټولولويه مالي سرچينه بلل كيږي .
دوي همداراززياته وي چي دكوكنارودكركيلي يوازي دري سلنه ګټه كرونده ګرترلاسه كوي
نورحال دهلمندولايت څخه زموږهمكار سردارمحمد سروري راكوي .
د هلمند د ملي امنيت رئيس تورنجنرال محمد نعيم مؤمن په ياده غونډه كې وويل اوس مهال په دې ولايت كې ۵۲۶ وسله والي ډلې دكوكنارواونيشه يي توكود دفاع په خاطرجگړه كوي چې له امله يي د تيرواتومياشتوپه اوږدوكې ۱۰۴۰ تنه وسله وال وژل سوي اوتر۴۰۰ زيات يې ټپيان سوي هم دي.
دملي امنيت ريس وايي په هلمند كې دامهال ۲۰۰ تنه د نيشه يي توكوقاچاق وړونكي شتون لري چې وسله وال طالبان خپل مالي امكانات له همدې كسانوڅخه ترلاسه كوي چي وروسته پدي ولايت دجنګ جګړولپاره تري كاراخلي .
چارواكي وايي دوي ديوه منظم پلان لمخي په ټول هلمندكي دكوكنارودكښت دلمنځه تلولپاره جدي هڅي پيل كړي دي .

امنيتي مسولينوداومنله چي پدي ولايت كي د نيشه يي توكوپروړاندې د مبارزې پاليسي په تيروكلونوكې بريالۍ نه وه چې د كردتوليدپرمهال به يې په وړاندې گامونه پورته كيدل خوسږكال دولت مخكې له دې چې كوكناروكرل سي د مخنيوي لپاره يې هڅې ګړندي سوي دي .
بل پلودهلمند والي محمد نعيم هم داومنله چي په هلمندكي دكوكنارودكښت يوازي دري سلنه ګټه كروند گرپه لاس راوړي او۹۷ سلنه گټه يې مافيايي كړى ترلاسه كوي چې هلمند ته يې په سياسي ډګركې دنړي په كچه يوبدنوم هم وركړي دي .
دنشه يي توكوسره دمبارزي په برخه كي دملګروميلتونوداداري . يو اين او ډي  سي . په خپل كلني راپوركي ليكلي چي افغانستان په سلوكي ۹۰ سلنه اوهلمندپه سلوكي ۸۰ سلنه تارياك توليده وي

هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر