راپور-۱۱-۱۱-۲۰۱۳
دبریتانیاددفاع وزیروايي له
۲۰۱۴ وروسته به دخپلوسرتیرودوتلوپریکړه وکړو.
دا څرگندونې د نوموړي هيواد د دفاع وزيرد يكشنبې په
ورځ هلمند ته د خپل یوه لنډ
سفرپه ترڅ كې د هلمند له والي سره د ليدنې پرمهال وكړې.
دا په داسې حال كې ده چې په همدې ورځ په افغانستان كې
د نوموړي هيواد سفيرهم دهلمندولایت
كجكي ولسوالۍ ته د
لنډ سفرپرمهال د نوموړې ولسوالۍ د لويې لارې د جوړيدوله بهيرڅخه ليدنه کړي .
نورحال دهلمندولایت
څخه زموږهمکار سردارمحمد سروري راکوي .
دهلمندوالی محمد نعیم
دبریتانیاددفاع له وزیرسره ترلیدنې وروسته خبریالانوته وویل دنوموړي دسفرموخه
هلمندولایت ته له خپلوسرتيروليدل اوپه دې ولايت كې د
روان امنيتي حالت څخه ځان
خبرول وښودل .
هلمندوالي وویل
دبریتانیاددفاع وزیردامهال دهلمندولایت امنيتي حالت ښه وباله اوزياته يې كړه چې اوس مهال افغان ځواكونه ددې وړیتالري چې نه يوازې د
سيمې امنيت خوندي کړي بلکي د
راتلونكوټولټاكنودامنیت دښه
خوندی ساتلووړیتاهم لري .

هغه پدي خبره خوښي وښودل چي
ځاي امنیتي چارواکوورسره دافغان ځواکونودپیاوړتیاپه هلکه ډاډورکول سوي دي چي هغه
داکاردناټولپاره یوه بریابولي
.
دا په داسې حال كې ده چې په همدې ورځ په افغانستان كې
د نوموړي هيواد سفيرريچارډ سټگ هم ددې ولايت د كجكي ولسوالۍ د جوړيدونكي لوي لاري دکارله بهیرڅخه
دلیدني پرمهال ژمنه
وکړه چې
ددې سړك چارې به په اساسي توگه تركجكي ولسوالۍ پورې ورسوي.
هیچ نظری موجود نیست:
ارسال یک نظر