۱۳۹۲ آبان ۱۲, یکشنبه

هلمند: چارواکي وايي وسله وال طالبان په زوره سره کرونده ګردکوکناروکرکیلي ته هڅه وي

۲۰۱۳-۱۱-۳
دهلمندوالي وايي که په کومه ولسوالي کي دکوکناروکښت وسي مسولین به يي نه یوازي له دندوګوښه کړي بلکي يي څارنوالي ته به هم وروه پیژني .
هلمندوالي داوه منله چي ددي ولایت دخلکوسره دولت خپلي کړي ژمني ندي عملي کړي ولي خلکووسره بیاهم په هره برخه کي مرسته کړي .
په ورته وخت ددي ولایت امنیتي مسولینووايي له یوي خواوسله وال طالبان په زوره سره کرونده ګردکوکناروکښتونوته هڅه ويي اوله بلي خوادوي اوس هم په یوشمیرسیموکي خورازیاتي ستونزي لري خودلري کولولپاره يي پوره چمتووالي نیوالي
پدی اړه نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکار سردارمحمد سروري راکوي .
هلمندوالی محمدنعیم ددي ولایت دیوشمیرولسوالیودمسولینوسره په یوه ګډه غونډه کي وویل په کومه ولسوالي کي چي دکوکناروکرکیله وسي نه یوازي به يی مسولین له دندوګوښه کوي بلکي هغه مهال به يي څارنوالي ته هم وروه پيژني .
والي همدارازپدي ولایت کي دپرتوستونزوپه نه حل کولوکي دولتي چارواکي پړه وبلل هغه وویل که څه هم خلکووسره په هربرخه کي مرسته کړي خودولت يي دغوښتنوپه پوره کولوکي پاته راغلي .
پرهمدي مهال دهلمنددملي امنیت ریس تورنجنرال محمدنعیم دکوکنارودکرکیلي دعاملینودنیولوپرسردبډي اخیستلوڅخه په ویره کي دي هغه له ټولومسولینوڅخه پدي برخه کي دهرډول فسادکولودمخنیوي غوښتنه وکړه 

په ورته وخت کي ددي ولایت د۶ سرحدي زون عامه نظم اوامنیه قوماندانۍ مسولین وايی دوي داسي شواهدلري چي پدي ولایت کي وسله وال په زوره سره کرونده ګردکوکناروکرکیلي ته هڅه وي اوله بلي خواداسي سیمي هم سته چي هغه دوسله والوطاابانوترتهدیدلاندي دي ولي دوي زیاته وي چي پروړاندي به يي پراخ عملیات په لاره واچوي .

دغه مسولین په داسي حال کي ولسوالانوامنیه قوماندانانواودامنیت مدیرانوته ددندودګوښه کولواختارورکوي چي اوس هم ددي ولایت په ډیری ولسوالیوکي په پراخه کچه دکوکنارودکرکیلي لپاره کرونده ګرولیڅي رابډه وهلي دي



هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر