راپور-۸-۱۱-۲۰۱۳
په هلمند كې ۲۷ ټنه نيشه يي توكي وسوځول سول
دغه
نيشه يي توكي د تيروشلومیاشتوپه
اوږدو كې ددې ولايت په بيلابيلوسيموكې د گډوامنيتي ځواكونولخوا نيول سوي ووچې د پنجشنبې په
ورځ د كورنيوچارو وزارت د يوه لوړپوړي پلاوي لخوا په عام محضركې وسوځول سول.
چارواکي
وايي د نيشه توكوپروړاندې
به مبارزه نوره هم ګړندي كړي
اود نيشه يي توكوپه كاروباركې
ښكيل كسان به د قانون منگولوته وسپاري.
هغه وايي چې د نشه يي توكود مخنيوي لپاره يې نوي
پلانونه جوړكړي چې په عملي كولوسره به يې د نيشه يي توكود كراوتوليد كچه پدي ولایت کي دنورکلونوپه پرتله راټیټه کړي .
پرهمدې مهال د كورنيوچارو وزارت د نيشه يي توكودعملياتي
چاروعمومي رئيس پاسوال خليل الله بختياري اود هلمند د امنيه قوماندانۍ د امنيت آمرمل
پاسوال جمعه گل همت وويل ياد سوځول سوي توكي په ۱۵۳ قضيوكې له ۱۴۸ تنه
عاملينوسره يوځاى نيول سوي
چي عدلي
ارگانونوته ورپيژندلي سوي هم دي
د دوى په وينا چې له دې توكوسره ۳۹ عرادې وسايل هم
نيول سوي او هڅه يي داده چې ياده مبارزه د
نيشه يي توكوپروړاندې
نوره هم گړندۍ
كړي
دا په داسې حال كې ده چې دامهال په هلمند كې د
كوكنارود كروخت رارسيدلى اوسيمه ايزاوسيدونكي وايي دنوروکلونوپه پرتله ښايي
په دې ولايت كې د کوکنارودکراوتولیدكچه
لوړه سي.
هیچ نظری موجود نیست:
ارسال یک نظر