۱۳۹۲ آبان ۱۸, شنبه

هلمند: ۲۲ تنوته مرګ ژوبله واوښتله .

خبر-۱۰-۱۱-۲۰۱۳
په هلمند كې د ملي اردواو پوليسوپه عملياتوكې ۲۲ تنوته مرګ ژوبله واوښتله .
په دې ولايت كې يوه امنيتي سرچينه چې نه غواړي نوم يې واخیستل سي وايي چې ياد سوي عمليات د گرشك ولسوالۍ اړوند د يخچال اوگوبند په سيموكې ترسره سوي چې په پايله كې يې تردې مهاله ۷ وسله وال طالبان اويوپوليس وژل سوی اود دوو پوليسوپه گډون ۱۱ وسله وال طالبان ټپيان سوي دي.
د سرچينې په وينا چې د دريوطالبانومړي پوليسوته په لاس ورغلي اود يادوسيموڅلوركيلومتره ساحه د وسله والومخالفينوڅخه پاکه سوي اوياد سوي عمليات يې د كوكنارود كرد مخنيوي په موخه په لاره اچولي دي.
هڅه مووکړه چي ددې ولايت د امنيه قوماندانۍ اوولايت له وياندددغه عملیاتوپه اړه خبري وکړوخوهغوى په دې اړه له څه ويلوډه ډه وكړه.

وسله والوطالبانوتردې مهاله هم دیادي مرګ ژوبلي په اړه څه نه دي ويلي.

هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر