۱۳۹۲ آبان ۲۷, دوشنبه

په هلمند كې ; ۹ تنووسله والوطالبانوته مرگ ژوبله واوښته

راپور-۱۸-۱۱-۲۰۱۳
په هلمند كې ۹ تنووسله والوطالبانوته مرگ ژوبله واوښته
دغه عمليات چي د دوشنبې په ورځ ددې ولايت د ناوې ولسوالۍ اړوند په تريخ ناورسيمه كې په لاره اچول سوي دچارواکوپه وينا ډيرى هغه سيمې يې د وسله والوطالبانوله شتون څخه خلاصې كړې دي چي دوي پکښي اوسیدله .
دوي زیاته وي وسله وال طالبان د كوكناروله كښتونوڅخه ددفاع په خاطرپه یادوسیموکي یه دخلکوپه مر سته ځاي پرځاي سوي وو.
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکار سردارمحمد سروري راکوي .
په ناوې ولسوالۍ كې د ملي اردود لومړي كنډك قوماندان ډگرمن غلام محمدپه سیمه کي شمشادتلویزیون ته وویل وسله والومخالفينو په دې وروستيوكې د تريخ ناورپه بيلابيلوسيموكې دیوشمیرکسانوپه مرسته ځاى پرځاى سوي وو چې نه يوازې يې ددوي پرپلي ګزموبریدونه کول بلکي یه په سیمه کي دکوکنارودکښتونوڅخه ددفاع په خاطرمرسته کوله چي پروړاندي یه دوی عملیات په لاره واچول .

هغه وايي چې په دې عملياتوكې تردې مهاله د ملا طاهرپه نوم د وسله والوطالبانود يوقوماندان په گډون څلورتنه وژل سوي اوپنځه نوريې ټپيان سوي دي.
هغه وايی عملیات اوس هم دوام لري خوتردامهاله پوليسواود ملي اردوسرتيروته كوم زيان نه دى اوښتى.
په ورته وخت کي دناوي ولسوالۍ دلومړۍ ټولۍ قوماندان لومړۍ څارن علي احمدوايي چې وسله والوطالبانود كوكنارود كښتونوڅخه د دفاع په موخه ځانونه چمتوکړي دي خوپه وینايي دوي لاله وړاندي یوډول پلانونه په کارچولي څودکوکنارودکښتونومخه ونیسي .


د يادونې وړده چې تريخ ناورد ناوې .مارجې .اونادعلي ولسوالیوترمنځ لښکرګاه ښارته نږدي هغه سیمه ده چي تراوسه هم دولت ترخپلي ولکي لاندي نه ده راویستلي چي دكوكنارودكراوتولیدپرمهال دخورادرنوجگړوشاهده وي.

هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر