۱۳۹۲ آبان ۲۲, چهارشنبه

دولسواليو قوماندانان : دکوکنارو دکر دمخنيوي لپاره موپوره چمتوالي نیولي

راپور٢٠١٣-١١-١٣
په هلمندکې دولسواليو قوماندانانو دکوکنارو دکر دمخنيوي لپاره دپوره چمتوالۍ دنیول کیدوخبرورکوي 
دغه څرګندوني ددې ولايت دولسواليو يو شمير قوماندانانوپه لښکرګا کې دپوليسو دروزنيز مرکز کي دهمدي ډول جرمونو دمخنيو تر دري ورځيني سمينار وروسته  خبريالانو ته وکړي.
دوى وويل که څه هم پو ليس دامهال ترډيرفشارلاندي دي دامنيت،ليږد،دکوکناروکښت او دراتلوونکو ټاکنو دامنيت دخوندي توب مسئوليتونه لري خوژمنه کوي چي پرتوخنډونوته به پای ټکي کیږدي .
پدي اړه نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکار سردارمحمد سروري راکوي .
دباغران اوديشو ولسواليو پرته دهلمند دنوروولسواليو دپوليسو قوماندانو او دماموريتونو مسئولينو په دغه ولايت کې دکوکنارو دمخنيوي لپاره دپوره چمتوالي خبرورکړ.دوى وويل دهر ډول  ناقانونه کړونو دمخنيوې  ترڅنګ به دامنيت  دټينګښت په موخه  دپوليسو په روزنيز مرکز کې يې په هغه دري ورځني سمینارکي ګډون کړي دي چي دکورنیوچارودوزارت اودامنیه قوماندانۍ له لوري جوړسوي وو.
دوي وويل دکوکنارو دمخنيوي،دټاکنو دپروسي دخونديتوب او دامنيت دښه کیدوپه موخه پولیس که څه هم دیوډول سختوحالاتوسره مخ دي خوبیاهم دوي اماده دي چي مخه يي ونیسي دوي زیاته وي چي په دغه برخه کي یه بيلابيل پلانونه  په لاره اچولي دي چې په عملي کولو سره  به يې له احتمالي ستونزو څخه مخنيوى وکړي.

دولسواليو قوماندانانو دا هم  وويل دتيرو کلونو په پرتله يې دکوکنارو دمخنيوې په موخه نوي تګلاره  په لاره اچولي چي تردې مهاله يې په شنو سيموکې دکوکنارودکرمخه نیولي ده .
په ورته وخت کي په لښکرګاه کې دپوليسو دزوزنيز مرکزمشر سمونمل عبدالمحمد ظفرخيل وايي دپوليسو قوماندانانو او دماموريتونو مسئولينو ته  يې په تير دري ورځيني سمينار کې ټول هغه مهارتونه وروښودل چي دوي ورته اړتيالرل.

که څه هم دولت پدي ولایت کي دکوکنارودکښت دلمنځه تلولپاره جدي ګامونه پورته کوي خوددي ولایت په یوشمیرسیموکي کروند ګروددولت د نه پاملرنې له امله پريکړه کړې چې په خپلو ځمکوبه د نوروکلوپه پرتله دکوکناروپه كرلاس پورې كړي.



هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر