۱۳۹۲ آذر ۷, پنجشنبه

دهلمندپه نادعلي ولسوالي کي ورځ تربلي دښه حکومتولۍ له امله يي امنیت دبدلون په حال کي دي

راپور-۲۸-۱۱-۲۰۱۳
دهلمندپه نادعلي ولسوالي کي ورځ تربلي دښه حکومتولۍ له امله يي امنیت دبدلون په حال کي دي .
دنوموړي ولسوالي مسولین وايی پردولت دخلکوباورددي لامل سوي چي خلک پدي ولسوالي کي دکوکنارودکښت څخه لاس واخلي اوددي ولسوالي داوسیدونکولپاره يي دراتلونکوټولټاکنودامنیت په برخه کي هم پوره چمتوالۍ نولي دي
په ورته وخت کي دنوموړي ولسوالي اوسیدونکي د بنسټيزوپروژود پلي كيدوغوښتنه كوي.
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکار سردارمحمد سروري راکوي .
د هلمندنادعلي ولسوال انجنيرمحمد ابراهيم وايي چې دا مهال په نوموړې ولسوالۍ كې په هره برخه كې خلكوته دولتي اونورخدمتونه وړاندې كيږي اواړنه دي چې د روغتيايي اونوروستونزود حل لپاره نوروسيموته مراجعه وكړي چې له همدې امله اوس مهال د نادعلي ډيرى اوسيدونكي د امنيت په ټينگښت اونوروبرخوكې پوره همكاري كوي.

ولسوال وايي په ځینوسیموکي د كوكنارود كښت كچه ډیره ټیټه سوي خوهڅه کوي چي پدغه برخه کي نوري هلي ځلي هم ترسره کړي څودیادکښت لمنه ټوله سي .
په همدې حال كې ددې ولسوالۍ امنيه قوماندان لومړی څارن عمرجان حقمل وايي چې په دې ولسوالۍ كې امنیت ورځ تربلي دښه کیدوپه حال کي دي چي لامل يي دخلکوپوره همکاري اودسیمه ییزوپولیسوجوړیدل په ګوته کوي .

هغه وايي دوي به دنوموړي ولسوالي دخلکولپاره دراتلونوکوټولټاکنودامنیت اودکوکنارودکښتونودلمنځه تلولپاره به هرډول ننګوني له مخي پورته کړي .
په ورته وخت کي ددي ولسوالي اوسیدونکي وايي که دولت دخلکولپاره امنیتي ستونزي لمنځه یوسي نودوي اماده دي چي په راتلونکوټولټاکنوکي برخه واخلي .
که څه هم دنادعلي ولسوالي چارواکي دامنیت په هلکه پوره ډاډورکوي خواوس مهال ددي ولسوالي دشاول ماتکي اوتریخ ناورهغه دري سیمي د ي چي لاهم دوسله والوترولکي لاندي دي اوهروخت ورڅخه دجنګ جګړوراپوره ورکول کیږي .

هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر