۱۳۹۲ آبان ۹, پنجشنبه

هلمند: دپوهني دریاست اړونده پنځلس تنه غلاسوي خوراکي توکي ونیول سول .

راپور-۳۱-۱۰-۲۰۱۳
په هلمند كې د غزني د پوهنې رياست اړوند غلا سوي خوراكي توكي دپولیسوله لوري ونيول سول
په دې ولايت كې امنيتي مسؤلين وايي چې په دې خوراكي توكوكې د غزني د پوهنې رياست سره د خيريه ادارولخوا مرسته سوي دزدکوونکودال نخود شامل دي چې د خرڅلاوپه موخه لښكرگاه ښارته راوړل سوي وو.
خود غزني د پوهنې مسؤلين بیادغه خوارکي توکي دپوهني اړوندنه بلکي  د نوروادارو بولي په وینايي تردم ګړیه دوى ته د خيريه ادارولخوا دغه ډول مرسته نه ده ورکول سوي .
پدي اړه نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکار سردارمحمد سروري راکوي 
دهلمندولایت دپولیسودلومړۍ امنیتي حوزي امرسمونیارجان اغاداوري وايي چي دغزني دپوهني دریاست اړوندشاه وخواپنځلس ټنه دال نخودلښکرګاه ښارته دخرڅلاوي په موخه راوړل سوي وو.
ددوي په خبره چي دچهارشنبي په ورځ ناوخته دیوه اسختباراتي راپورلمخي دیوه تورن کس محمدخان سره نیول سوي دي .
هغه وايي یادسوي خوارکي توکي چي  ۳۰۰ بوجی وي په یوه ټیلرموټرکي ځآي پرځاي سوي وه چي ددوي دمعلوماتولمخي یادتوکي غلاسوي وواوبیاهلمندولایت راوړل سوي ووچي دپولیسوله لوري ونیول سول .

په ورته وخت کي دغلاسووتوکوسره په تړاونیول سوي کس محمد خان وايي ده هیڅ ډول معلومات نه درلودل چي دغه توکي دي  دغلاوي هغه وايي ده له یوه بل کس څخه يي پيرلي دي.

خوپه دې اړه د غزني ولايت د پوهنې رئيس محمد عابد عابد دټلیفون پرکرښه شمشاتلویزیون ته وویل ياد شوي توكي په دوى پورې هیڅ ډول تړاونه لري اوله دوى سره تردې مهاله د بسكيټو،غوړيواوقرطاسيې په برخه كې د يونسف اوډبليواف پي لخوا مرستې ترسره سوي دي .


دیادوني وړده چي دغه ډول تورونه ډیری وختونه دپوهني په اداروباندي لګول کیږي چي دزدکوونکوخوراکي توکي .قرطاسیه . په بازارونوکي پلورل کیږي چي تراوسه يي په تړاووڅوک دقانون منګلوته نه دي سپارل سوی .

هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر