۱۳۹۵ اردیبهشت ۱۱, شنبه

دهلمند څارنوال دغاصبینو اوپه فساد ککړو دولتي چارواکونومونه افشاکړه .

راپور—۲۰۱۶—۴—۳۰—
دهلمندداستناف رئیس په لومړي ځل دیوشمیردولتي چارواکونومونه افشاکړه چې په فساد،اودمځکوپه غصب کې یې لاس درلود.
هغه دغصب ، اوپه اداري فساد دیوشمیردولتي چارواکونومونه هم افشاکړه اودهلمندوالي څخه یې دمرستي غوښتنه وکړه ، په ورته وخت کې یومشیراوسیدونکودڅارنوال دلاسته راوړنوستاینه اوکړه خوهملندوالي هم ژمنه وکړه چې ټول په فساد ، اودمځکوپه غصب تورن کسانوسره به حساب کوي .
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
د هلمند ډېرو چارواکو او خلکو په دغه ولایت کې د ځمکو غصب او فساد خبره کوله خو د نومونو د افشا په برخه کې جرت د استناف څارنوال وکړ، د  استناف څارنوالۍ رئیس فضل سلطان ساپي له لورې د ځمکو غاصبینو او فساد ککړو کسانو په تړاو ترتیب سوي  نوملړ کې ولسوالان، امنیه قوماندانان او رئیسان شامل وو.

غونډه په اصل کې د دهلمنددولس مدني ټولني له لورې د څارنوال د ستایلو په موخه جوړه شوې وه چې څارنوال په کې دخپلو شپږو میاشتو د لاس ته راوړنې له خلکو سره شریکې کړې، مدني فعالانو څارنوال ته دهمکارۍ ډاډ ورکړ خو غوښتنه یې داوه چې په دې برخه کې نور هم له جدیته کار واخلي.

والي حیات الله حیات هم د استناف څاروال له دریځه ملاتړ وکړ او د قانون منلګو ته د تورنو کسانو سپارلو ډاډ یې ورکړ.

دفوایدعامي رئیس اهل الله عبیدي ،اوداوبودتنظیم رئیس خان اغا پر دوی لګېدلي تورونه رد کړل خو د نورو چارواکو په نظر اخیستلو بریالي نه سو.


هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر