۱۳۹۵ اردیبهشت ۱, چهارشنبه

دکابل دپیښې ترشادګاونډیوهیوادونوڅارګري ادارې لاس لري .

راپور--۲۰۱۶--۴--۲۱--
دکابل دخونړۍ پیښې ترشادګاونډیوهیوادونوڅارګري ادارې لاس لري .
دهلمندولایتي شورا اومدني فعالان وایې ګاونډیان تل په افغانستان کې دخپلوشخصي ګټودخوندیتوب په موخه دغه ډول بریدونه کوي چې قرباني یې عام وګړي وي ، دوی پرطالبانوږغ کوي چې دپردیولپاره دي جګړه پریږدي اودسولي لاره دي خپله کړي، چارواکې وایې داچې دکابل دپیښې دقربانیانوسره یې خپله غمشریکې کړې وي سلګونه ځوانانوپه همدي موخه خپله وینه ورکړه .
نورحال دهلمند ولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
په هلمند کې یوشمیرځوانان او چارواکي د کابل دپېښې له قربانیانو سره د خواخوږۍ په موخه وینه ورکړه.دوی وینه ورکوي چې د هېوادوالو ژوند یې وژغورل شي .والي حیات الله حیات وایې، ګاونډیانو تل هڅه کړې چې دسولې دخبرو پرمهال ډول ډول دسیسې جوړې او بریدونه پراخ کړي.

ولایتي شورا تر والي ډېره په غصه ده  او مخامخ پر پاکستان نیوکې کوي.دوی وایې پاکستان په افغان جګړه کې خپلې ګټې لټوي.

وړمه ورځ په کابل کې موټر بم برید څلور شپیته تنه ووژل او درې سوه اوه څلوېښت نوریې  ټپیان کړه چې له امله یې اجرائیه رئیس پاکستان ته خپل سفر هم وځنډو.


هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر