۱۳۹۵ فروردین ۲۱, شنبه

هلمند دسقوط له ګواښ سره مخ دی خومرکزي حکومت دپولیسو۸۰۰ تشکیل لغوه کړ.

راپور--۲۰۱۶--۴--۹--
هلمند دسقوط له ګواښ سره مخ دی خومرکزي حکومت یې تازه دپولیسو۸۰۰ تشکیل نورهم کم کړ.
دهلمندامنیه قوماندان وایې ددې پرځای چې مرکزي حکومت هلمند دسقوط څخه وژغوري دپولیسوتشکیل یې کم کړی دی ،هغه غوښتنه کوي چې نه یوازي یې تکشیل ورکم کړی دی بلکې پولیسوته هغه ډول وسلي هم ندي ورکړي چې اړیتاده ، قوماندان وایې په اوسنې تشکیل کې پاته سیمي خوندي کولی سي خودلاسه وتلي سیمي بیرته نسي نیولی.
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
افغان ځواکونو د هلمند اویا سلنه خاوره له لاسه ورکړې او داسې برېښي چې ددغه  سیمو د نیولو پلان نه لري ، مرکزي حکومت تازه په دغه ولایت کې د اته سوه پولیسو تشکیل لغوه کړی ، مرکزي حکومت ظاهر څه نه وایي خو سیمه ییز چارواکي دغې ګام اندېښمن کړي ، د پولیسو مشر په یوځل د ۸ سوه سرتیرو تشکیل لغوه کېدل د هغو عملیاتو پر وړاندې د خنډ جوړول بولي چې غواړي ټول هلمند ته د حکومت حاکمیت ورسوي.

مل پاسوال عدالرحمن سرجنګ د هلمند دجګړې ګټلو لپاره د سرتیرو ترڅنګ د وسلو او مهماتو غوښتنه کوي.

قومي مشران او عام خلک هم  نیوکه کوي چې حکومت نه یوازې له لاسه وتلو سیمو د نیولو هوډ نه لري بلکې په لوی لاس غواړي چې د هلمند پاتې برخه هم د وسله والو لاس ته ورشي ، افغان حکومت بیا د هلمند ژغورني او ساتنې لپاره د هلمند امنیتي او ملکي چارواکو د ادلون بدلون په لټه کې دی چې تازه یې  حیات الله حیات د دغې ولایت لپاره والي ګمارلی.

هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر