۱۳۹۵ فروردین ۱۴, شنبه

په هلمند کې دپولیو دوهمه مثبته پیښه هم ثبت سوه .

راپور—۲۰۱۶—۴—۲—
دهلمند په نوزاد ولسوالۍ کې دپولیومثبته پیښه ثبت سوې ده .
دهلمنددعامي روغتیادریاست دکتلوي معاقیت چارواکې وایې پیښه دنوزاد ولسوالۍ دبرنګ کاریزپه سیمه کې په داسي حال کې ثبت سوې ده چې نوموړي ماشوم ته اوه ځله دپولیوضدواکسین هم ورکول سوی دی، داپه داسي حال کې ده چې وړاندي تردي ددي ولایت په خانشین ولسوالۍ کې هم دپولیویوه ثبته پیښه ثبت سوې وه .
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
دهلمند دخانشین ولسوالۍ وروسته تازه ددې ولایت په نوزاد ولسوالۍ کې دپولیودوهمه مثته پیښه هم ثبت سوه ، چارواکې وایې دنوزادولسوالۍ دبرنګ کاریزپه سیمه کې ترپنځه کلونولوړهلک په داسي حال کې پولیوترخپل ویروس لاندي راویستی چې اوه ځله ورته دپولیوضدواکسین هم ورکول سوی دی .

 ډاکټرحازم وایې ددوی دکارونوپروړاندي لوی خنډ ناامني اوپه سیمه کې روانه جګړه ده چې نه یوازي یې ددوی دکارکونکودکارمخه نیول کیږي .بلکې دخپلوکارونوڅخه ښه څارهم نسي کولي .

که څه هم یوکال واړاندي دناامنیوله امله په خانیشن ولسوالۍ کې دپولیومثبته پیښه ثبت سوې وه خوتازه یوواربیا ددومداره جګړوله امله دنوزاد ولسوالۍ دبرنګ کاریزپه سیمه کې دپولیودوهمه پیښه هم ثبت سوه


هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر