۱۳۹۵ فروردین ۱۵, یکشنبه

هلمند مرستیال والي نلري خو ولسمشر یې دوالي دنده هم وځنډول .

راپور—۲۰۱۶—۴—۳—
هلمند مرستیال والي نلري  خوولسمشریې دوالي دنده هم وځنډول .
هلمندکې له تیروڅومیاشتوراهیسي سختوناامنیوددې ولایت ډيری سیمي دطالبانوپه واکې ورکړې چې دامهال یوازي پردیرش سلنه هلمند دولت واک لري، دهلمند اپراتیفي مشروایې ولسمشردهلمندوالي دنده ځنډولي ده خو،ولایتي شوراوایې دهلمند دلوړامنیتي اوملکي چارواکونه مدیریت له امله هلمند دګړنګ پرغاړه دی ،وکیلان وایې مرکزي حکومت دي هلمندته یوه قوي اداره وټاکي ترڅوپه حالاتوکې تغیرروالي .
نورحال دهلمندولایت څخه زموږه همکارسردارمحمد سروري راکوي .
هلمند مرستیال والي نلري خو ولسمشریې دوالي میرزاخان رحیمي دنده هم په داسي حال کې وځنډول چې هلمند دګړنګ پرغاړه اویوازي پر۳۰ سلنه دولتي واک ټینګ دی ، که څه هم ګنګوسي داسي دي چې دوالي ترڅنګ ،دامنیه قوماندان ، اودقول اردو دقوماندان دندي هم ځنډول سوي دي خودهلمند اپراتیفي مشروایې اوس مهال یوازي دوالي دنده ځڼدول سوې ده .

دهلمندولایتي شورا بیا اوسنی حالت یوازي دلوړپوړوامنیتي چارواکو دناسم مدیریت اونه ارادي له امله بولي چې دهلمندیوازي دوې ولسوالۍ په بشپړه توګه تردولتي واک لاندي دي، وکیلان دمرکزي حکومت څخه دیادوچارواکوپه اړه دجدي تصمیم نیولوغوښتنه کوي .


خودهلمنددوالي ویاند عمرځواک بیانه دامنې چې اونه یې هم ردوي چې ګواکي ولسمشردي دهلمندوالي دنده ځنډولې وي ، که څه هم په تیروڅومیاشتوکې دهلمندډيری لوړيوړي امنیتي چارواکې په هلمندکې دامنیتي حالت دنه کابوکیدوپه موخه لري سوي خوحالت نه یوازي چې سم لوريته تللی ندی  بلکې ډيری سیمي هم دلاسه ووتللې .

هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر