۱۳۹۵ فروردین ۲۹, یکشنبه

دهلمندنوی والي وایې که یې دناامنیو،اداري فساد،دمځکودغصب اوبي عدالتیومخه ونه نیول له دندي به لاس په سرسي .

راپور—۲۰۱۶—۴—۱۷—
دهلمند لپاره نوي والي حیات الله حیات خپله دنده پداسي حال کې پیل کړه چې دلته دولت حاکمیت دښارتردروازو رسیدلی دی .
والي دناامنیودورکیدوترڅنګ، داداري فسادسره کلکه مبارزه ،دمځکودغصب مخینوی ،اوپه وروبرخوکې هلمندوالوته دنوروچارواکوپه څيرژمني ورکړې ،خودهلمندخلک اوستازي دنوي والي څخه دپرتوټولوناخوالودلمنځه تلوترڅنګ دفساد سره دکلکي مبارزې غوښتنه کوي .
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
دهلمندناامنۍ چې اوس مهال دښارتردوازورسیدلي مرکزي حکومت یې دلمنځه تلوپه موخه یوازي دولتي لوړپوړي چارواکې له دندوګوښه کوي چې له تیروڅومیاشتوراهیسې دا دریم والي دی خو ،دهلمندخلک وایې که دامنیت ترڅنګ ،داداري فساد،دمځکودغصب په ملکې اونظامي برخه کې قوي اصلاحات رانسي ستونزوي به پرخپل ځای وي .

دهلمندوالي حیات الله حیات وایې که خلک ورسره مرسته وکړي دټولوناخوالوسره به کلکه مبارزه وکړي هغه وایې په اداروکې دشفافیت راویستل ،خلکوته دښې حکومتدارۍ ،په ملکي اونظامي برخه کې وړاومسلکي کسان په دنده ګمارل یې په لومړیتوبونوکې دی .


حیات الله حیات وړاندي تردي دمیدان وردګووالي و خوپه هلمندکې پداسي حال کې دنده پیله وي چې اوس مهال دبشپړه هلمندڅخه یوازي دیرش سلنه خاورتردولتي واک لاندي ده ،هلمندچې  دچارواکودناسم مدیریت له امله له سترګواښ سره دی خو مرکزي حوکومت ناکامه چارواکې دمجازاتوپرځای یوازي له دندوګوښه کړي .

هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر