۱۳۹۵ فروردین ۱۵, یکشنبه

۲ میاشتي یې پرې عملیات وکړه خودهلمند سنګین ولسوالۍ لاره بیاهم نده خلاصه سوې .

راپور—۲۰۱۶—۴—۴—
دوه میاشتي یې پرې عملیات وکړه خودهلمند دسنګین ولسوالۍ لاره بیاهم نده خلاصه سوي .
چارواکې وایې پوره هڅه کوي چې دغه لاره دترافیکوپرمخ خلاصه کړي خوزیاته وي داچې ملکي کسانوته مرګ ژوبله وانه وړي نوعلمیات ځکه ټکني پرمخ ځي ، که څه هم حکومت په دومیاشتوکې دسنګین ولسوالۍ لاره نده خلاصه کړې یوازي دګټوپه شمارڅوامنیتي پوستي ځای پرځای سوي خوچارواکې ژمنه کوي چې ترسنګین وروسته به دسنګین اوکجکې ولسوالیوترمنځ لاره هم دترافیکوپرمخ خلاصه کړي .
ورحال دهلمند ولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
سنګین دشمالي هلمند دولسوالیوڅخه یوه هغه ده چې یوازي یې مرکزي سیمي دحکومت ترولکي لاندي دي له تیرودومیاشتوراهیسې دیادي ولسوالۍ دلوی لاري دخلاصون په موخه عملیات پیل سوي خولاهم دغه لاره دترافیکوپرمخ نده خلاصه سوې ،چارواکې یې اوس پلمه دملکي اونظامي کسانودمرګ ژوبلي مخنیوی بولي .

په ورته وخت کې د ۲۱۵ میوند قول اردودقوماندانۍ مرستیال وایې که څه هم دعملیاتوپرمهال دطالبانوسره په جګړه کې ګیردي خوزیاته وي دعملیاتوټکني کیدل دلوی لاري پرسردقوي امنیتي پوستوځای پرځای کول په ګوته کوي .

هغه وایې دطالبانوسره یوځای ددوی پروړاندي بهرني مخ پټي وسله وال هم په جګړه بوخت دي ،وړاندي تردي پرسنګین دذالفقارپه نوم پراخ عملیات هم پیل سوه خونه داچې سنګین ولسوالۍ یې دسقوط څخه وژغورله بلکې یې لاره هم دترافیکوپرمخ خلاصه نکړه .


هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر