۱۳۹۵ فروردین ۲۳, دوشنبه

حکومت یې تراوسه دلمنځه تلوپلان ندی جوړکړی خوپه هلمندکې کوکنار خپل حاصل ته رسیدلي .

راپور—۲۰۱۶—۴—۱۱—
په هلمندکې دروانوناامنیواودمرکزي حکومت دنه پاملرني له امله دکوکناروسره مبارزه په ټپه ولاړه ده .
دنشه یې توکوسره دمبارزي چارواکې وایې نه یوازي چې نړیوالودکوکناروسره دمبارزي په برخه کې مرسته ونکړه خوله بلي خوا تراوسه هم مرکزي حکومت هلمندته دکوکنارداړولوپلان ندی ورکړی چې دامهال په هلمندکې کوکنارحاصل ته هم ورسیده خوپروړاندي یې کمپاین ندی پیل سوی ، خوچارواکې وایې پرته له کمپاین دوی کولی سي چې دکوکناروکښتونه لمنځه یوسي .
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
هلمند ! هغه ولایت چې دهیواد په کچه دکوکناروپه کرکیله کې لومړی ځای لري چې تازه یې په ناامنیوکې هم لوړ ځای نیولی دی ،دنشه یې توکوسره دمبارزې چارواکې وایې سږکال هم دتیرکال په پرتله پر ۸۰ زره هکټاره ځمکه کوکنارکرل سوي دي چې حاصل ته ورسیده خوتراوسه هم مرکزي حکومت هلمندته دکوکناروداړولوپلان ندی ورکړی .

مرکزي حکومت په لوی لاس په هلمندکې طالبان پیاوړي کوي په داسي حال کې چې همدا کوکنار دطالبانوستره مالي سرچینه ده خوحکومت یې داړولوپلان نلري .

رئیس وایې که نړیوال مالي مرسته اومرکزي حکومت ورته پلان ورکړي دوی اماده دې چې دکوکناروکښتونه واړوي خوهغه کښتونه چې حاصل ته رسدلي دي ، بل پلوچارواکې که څه هم دامنې چې دکوکناروداړولوکمپاین یې ندی پیل کړي ولي زیاته وي پرداسي پلان یې کارکړی دی چې لمنځه به یې یوسي هغه څه چې تیرایستل دي 

هلمندکې چې له شاه اوخوا یوې اونۍ راهیسې دکوکنارودکرکیلې دحاصل دراټولولړۍ پیل سوې حکومت یې داړولوخیال هم نلري خواوسیدونکې وایې دناامنیوله امله دتیرکال په پرتله دکوکنارکرکیله دوه برابره ډیره سوې ده .

هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر