۱۳۹۵ فروردین ۱۹, پنجشنبه

له اوږده ځنډوروسته په هلمندکې دپنځوولایتونوترمنځ دفوټبال سیالۍ پیل سوې.

راپور—۲۰۱۶—۴—۸—
له دوه کلن ځنډوروسته په هلمندکې دپنځوولایتونوترمنځ دفوټبال سیالۍ پیل سوې.
هلمندکه دهیوادپه سطه دسختوجګړوشاهد دی خوداځل دسولي ترنامه لاندي دڅلوروولایتونودفوټبال دسیالیوکوربتوب هم کوي .دورزش چارواکې وایې دغه سیالۍ چې لس ورځي به دوام وکړي پکې دکندهار،زابل،فرا،نیمروزاودهلمند دولایت لوبغاړي به پکې ګډون وکړي ، دیادولوچې دیادلس ورځني ټورنمینټ مالي لښګت په هلمندکې یوه ملي سوداګرپه غاړه اخیستی مدني فعالان دنوروسوادګروڅخه غواړي چې دسپورټ په پیاوړي کولوکې دي مرستې وکړي .
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
هلمند دهیواد په سطه یوناامنه ولایت دی خوداځل دسولي دراتلوپه موخه دڅلوروولایتونودفوټبال دلس ورځني ټورنمینټ کوربه توب کوي ، دفوټبال دغه سیالۍ چې دکندهار،زابل ،فرا، نمیروز،اوهلمنددلوبغاړوترمنځ په لاره اچول سوي لګښت یې دهلمند ځوان ملي سوادګرهارون پوپل په غاړه اخیستی ، دورزش امرورزش ته دودي ورورکولوژمنه کوي .

دهلمندمدني فعالان اومسئولین وایې یوازي دورزش دهري برخي اتلان دي چې زوریدلوافغانانوته یې خوشحالي ورکړې ده ،دوی وایې دولت ورزش کاران له پامه غورځولي خوپرملي سوداګروږغ کوي چې په دغه برخه کې خپلي مرستي ونه سپمه وي .

دیادولوده چې هلمند له شاه اوخوا دوه کلونووروسته یوځل بیا دڅلوورولایتونودفوټبال دسیالیوکوربتوب کوي .


هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر