۱۳۹۵ فروردین ۳۰, دوشنبه

امنیتي چارواکې په خپلوکړنوکې ناکامه دي خواوس یې درواغ ویلوته ملاتړلې .

راپور—۲۰۱۶—۴—۱۸—
امنیتي چارواکې په خپلوکړنوکې ناکامه دي خواوس یې درواغ ویلوته ملاتړلي .
د۲۱۵ میوند قول اردوقوماندان وایې دسنګین لویه لاره یې دیولړعملیاتوپرمهال دترافیکوپرمخ خلاصه کړه خودولایتي شورا رئیس وایې دوی په خپلوکړنوکې ناکام دي اوس داولس دتیرایستلوپه پلمه دځان په ګټه درواغ وایې اوغواړي خپلي دندي وساتي ، ولایتي شواروایې هلمند دناامنیوپه لمبوسوځي خوچارواکې یې ددندوساتلوپه موخه مرکزي حکومت ته ناسم معلومات ورکوي .
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
دهلمندیوشمیرامنیتي مسولین دخپلودندودساتلواوکریډیټ دترلاسه کولوپه پلمه اولس اومرکزي حکومت ته ناسم معلومات ورکوي ،دهلمندولایتي شورا وایې امنیتي مسولین په خپلوکړنوکې پاته دي اوس یې په درواغ ویلولاس پورکړی ،د۲۱۵ میوند قول اردوقوماندان وایې له پوره یوه کال وروسته یې دسنګین لښکرګاترمنځ لویه لاره دترافیکوپرمخ خلاصه کړه .

هغه وایې دلاري دخلاصیدوپرمهال یې ۱۲ طالبان وژلي ۶ یې ټپي کړي او ۱۵۰ کړۍ ماینونه یې هم لمنځه وړي دي ، خودهلمند دولایتي شورا رئیس وایې همدا مسولین دي چې دناسموومعلوماتودورکولوپه پلمه یې خپلي شخصي ګټي ساتلي دي هغه دغه عملیاتواودلاري خلاصیدوته  نمایشي نوم رکوي .

اتل وایې لاره یوازي دامنیتي ځواکونوپرمخ خلاصه ده ملکي کسان اوس هم نسي کولی چې تګ او راتګ پرې وکړي ، سنګین دشمالي هلمند یوله هغه ولسوالیوڅخه ده چې یوازي یې مرکزي سیمي تردولتي واک لاندي دي اوشاه اوخوا یوکال وړاندي هم حکومت دهیوادپه سطه دذلفقارپه نوم عملیات وکړه چې هیڅ پایله یې نه درلوده .


هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر