په هلمندکې دملي اردو دسرتیرودبیاروزني
اوتجهیزولوبهیرچټک سوی دی .
په تیروڅومیاشتوکې دملي اردودڅلورکنډکونودبیاروزني اوپه
درنووسلو تجهیزولوبهیروروسته له هغه چټک سوچې
دلته ناامنۍ دپام وړډيري سوې خولاهم دسرتیرودروزني لړۍ دوام لري .
چارواکې وایې په دغه کارسره به ډيرنه یوازي دافغان
وسلوال پوځ مرال لوړسي بلکې به په اساني سره دلاسه وتلي سیمي ژرونیسي .
افغان حکومت د روانې جګړې ګټلو لپاره دنورو لارو چارو
لټول پیل کړل ، همدې هدف ته د رسېدو لپاره یې د ځواکونو بیا روزل پیل کړي ، دغه
تازه هڅې په هلمند کې پیل شوي چې نه یوازې د ۲۱۵ میوند قول اردو سرتیري به بیا
روزل کیږي بلکې درنې وسلې هم په واک کې ورکوي.
د ۲۱۵ میوند قول اردو قوماندان وایې، د یادې لړۍ له
راپلېدو سره د ملکي خلکو او ځواکونو مرګ ژوبله راټیټه او پرمختګ ډېر شوی ، قوماندان
د سنګین اوباباجي عملیات د بېلګې په توګه یاد کړل .
د هلمند جګړې ګټلو لپاره دواړه لوري ډول ډول هڅې کوي ، د
مالوماتو له مخې له تېرو شپږو میاشتو راهیسې دافغان ځواکونو سر بیره طالبانو ته هم
مرګ ژوبله اوښتې او ګڼ دولتي وسایط له منځه تللي او یا هم طالبانو نیولي .
هیچ نظری موجود نیست:
ارسال یک نظر