۱۳۹۵ اردیبهشت ۴, شنبه

دهلمندلوړپوړي امنیتي چارواکې دکانونودمافیاسره لاس لري .

راپور—۲۰۱۶—۴—۲۳—
دهلمندلوړپوړي امنیتي چارواکې په هلمندکې دکانونودمافیاسره لاس لري .
دهلمندولایتي شورا وایې په هلمندکې دطالبانوستره مالي سرچینه چې جګړه یې پرې ګرمه ساتلي کانونه دي خودولتي چارواکې هم ورسره خپله ونډه لري ،دولایتي شورا رئیس وایې اتیاسلنه ګټه طالبان اوشل سلنه یې هم دولت اخلي ،خوهلمندوالي وایې هڅي راپیل کړي ترڅوپه ملکي اونظامي برخه کې پرتې ستونزي لمنځه یوسي .
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد  سروري راکوي .
هلمند هم یو له هغو ولایتونو دی چې د طبعي سرچینو له نظره غني ولایت بلل کیږي خو له کانونو یې د ګټې اخیستې مسله له ګنو نیوکو سره مخامخ ده .له وړاندې ویل کېدل چې د دغه ولایت د جګړې ښکېلو غاړو خپلو ګتو لپاره جګړه  غځولې خو تازه دافغان ځواکونو نوي رازونه رابرسیره شول .ولایتي شورا وایې، افغان ځواکونه له کانونو د شخصي ګټې اخیستلو لپاره جګړه غځولې.

له  ګڼو هیلو سره هلمند ته را استول شوی والي هم له ستونزو خبر دی .حیات الله حیات په پوځي او ملکي برخو کې د اصلاحاتو ژمنه کوي.


د هلمند جګړې ګټلو، فساد مخنیوي او ښې حکومتوالي لپاره ولسمشر غني ځانګړی اپراتیفي مشر دې ولایت ته راواستو د والیانو په ګډون یې یو شمېر چارواکي له دندو لرې کړل خو خلک اوس هم له حالاتو ناراضه دي.

هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر