۱۳۹۵ اردیبهشت ۱۱, شنبه

دنادعلي ولسوالۍ په عمليآتوکې ۲۵ وسله والوطالبانوته مرګ ژوبله واوښته .

راپور—۲۰۱۶—۴—۳۰—
دهلمندپه نادعلي ولسوالۍ کې دعمليآتوپرمهال ۲۵ وسله والوطالبانوته مرګ ژوبله واوښته .
دهلمندوالي وایې دنادعلي ولسوالۍ اودباباجې څلرمه حوزه کې یې امتحاني عملیات پیل کړه چې دطالبانودیوه قوماندان په ګډون یې ۲۵ نورطالبانوته مرګ ژوبله واړول اویوه دوی یوه دوسلوزیرمه یې هم لمنځه وړي ده ، والي وایې ډيرژرلومړی دنږدي اووروسته لري پرتي سیمي هم دوسله والوڅخه ونیسي .
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
هلمند ته راغلي نوي والي حیات الله حیات ظاهر نوي پلانونه راوړي ، د والي لویه ژمنه د حکومت حاکمیت پراخېدل دي او په همدې موخه یې عملیات پیل کړل ، والي وایې، د مرکز لښکرګاه اړوند سیمو د بیرته نیولو لپاره یې عملیات پیل کړي چې مخالفینو ته یې درنه مرګ ژوبله اړولې.

والي حیات الله حیات وایې، لومړی به مرکزي سیمې د حکومت تر ولکې لاندې راولي او بیا به د ولسوالیو اړوند سیمو دنیولو عملیات پيل کړي، دهلمند والي په خبره، په دې ژغورونکي پلان کې یوازی نه دی، ولسمشر او اړوند وزارتونو د پوره همکارۍ ډاډ ورکړی.


په هلمند کې وروستیو حالاتو نه یوازې هلمندیان بلکې دنورو سیمو اوسېدونکي هم اندېښمن کړي و خو داسې ښکاري چې نوی والي کلک هوډ لري، طالبان د والي خبرې جدي نه بولي، ذبیح الله مجاهد وایې، حکومت په دغه ولایت کې پرمختګ نه دی کړی او چارواکي یې تش خپل مشران تېر باسي.

هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر