۱۳۹۵ اردیبهشت ۱, چهارشنبه

په هلمندکې به دامنیتي چارواکودبي کفایتۍ له امله د طالبانوعمري عملیات بریالي وي .

راپور--۲۰۱۶--۴--۲۱--

په هلمندکې دامنیتي چارواکودبي کفایتۍ له امله د طالبانوعمري عملیات بریالي دي .
دهلمنددولایتي شورا مشرخبرداری ورکوي که دامنیتي ځواکونوهمدا بي پروایې بي عدالتۍ ،اودشخصي ګټوساتل وه نه یوازي به دطالبانوعمري عملیات بریالي بلکې به دهلمندپاته سیمي هم دلوړتهدید سره مخ سي ،هلمندوالي که څه هم ځیني ستونزي منې خوهغه هم دپخوانیوچارواکوپه څيرډاډورکړچې ډیرژربه پراته خڼدونه لمنځه یوسي .
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
د طالبانو سر بیره یې چارواکي هم تائیدوي چې د افغان حکومت ضد عمري عملیات بريالي دي، د نورو ولایتونو خلاف د هلمند ولایتي شورا وایې په دې ولایت کې طالبان خپلو موخو ته نږدې شوي، د هلمند ولایتي شورا د چارواکو نه همغږي، شخصي ګټو پالل او د مخالفینو پر ضد د قوي ارادې نه موجودیت د طالبانو د بري عوامل بولي.

افغان حکومت بیا د هملند حالاتو کابو کولو په نیت تازه حیات الله حیات د والي په توګه را استولی ، دې وایې مرکز ورسره دهر ډول مرستې ژمنه کړې او له دې لارې به موجوده ستونزې کابو او عمري عملیات به ناکامه کړي.

طالبان  هر کال په بېلا بېلو نومونو عملیات پيلوي چې سږني یې عمري نومیږي، هلمند بیا هغه ولایت دی چې له عمري عملیاتو وړاندې هم په کې حالت ښه نه و او حکومت یې د کابو کولو په موخه ډول ډول اقدامات وکړل چې خلک یې له پایلوخوښ نه  بريښي.


۱ نظر:

  1. عمری عملیات:ددي عملیاتو د کامیابي زري هغه وخت پر هلمندیانو وشو چي کله کرنیل ملا حیات الله جبار د هلمند لپاره مقرر شوو ،کرنیل ملا حیات درواغ وایی چي هر څه به قابو کړی ،ځکه ده یوطرف څخه کرنیل حیات ددي کار لپاره ګمارل شوی دی چي عمری عملیات کامیابه کړی ،تاسو به ووینی چی هلمندیان بو ځل بیا د تیر یوه کال په شان په وینو کي غرق شی د کرنیل ملا حیات د برکته.راغلو کریم جان سرګندونو ته کریم جان بوتل غواړی چي مخکي نه مخکي زهین سازی وکړی تر څو په راتلونکو ورځ، کي د کرنیل حیات لپاره د تیښتی لاره هواره وي تاسو یی خبر زما غاړی یی خلاصی د کور او دوکان ټول مهم شیان می کندهار ته انتقال کړی ،لعنت پر جاسوسانو

    پاسخحذف