۱۳۹۵ اردیبهشت ۵, یکشنبه

په هلمند کې طالبان هغه کورنیو ته د مرګ ګواښونه کوي چې اولادونه یې په وسله وال پوځ کې دنده تر سره کوي.

راپور—۲۰۱۶—۴—۲۴—
طالبان په هلمندکې دهغه سرتیروکورني په مرګ ګواښي چې دملي اردوپه لیکوکې دنده اجراکوي .
دغه سرتیري وایې وسله وال طالبان یې دکورنیوغړوته ګواښونه کوي ترڅودوی دملي اردودنده پریږدي کنه کورنۍ به یې ورته ووژني ، دملي دغه سرتیري وایې له بلي خوایې مشران ددوی ماشونه نیم ورکوي چې دغه چارې هم دوی سخت اندیښمن کړي دي ، خودقول ارقوماندان داپه کلکه ردوي چې ګواکې دسرتیروماشات نیم تري ګرځول کیږي ،هغه وایې له تیروڅلورکلونوراهیسې دټول سربازانوماشات دخصوصي بانکونوله لاري ورکول کیږي .

په هلمند کې طالبان هغه کورنیو ته د مرګ ګواښونه کوي، چې اولادونه یې په افغان وسله وال پوځ کې دنده تر سره کوي. په هلمند کې د ملي اردو تازه فارغ شوي سرتیري وایې، طالبانو یې کورنیو ته د مرګ ګواښونه کړي که خپل اولادونه د ملي اردو له لیکو بیرون نه کړي د کورنۍ غړي به یې ووژني. خو د دې سربېره په هلمند کې امنیتي ځواکونو ته نیم معاش نه ورکول کېږي هغه څه چې دوی یې هم په لامل نه پوهېږي.

دوی له حکومته د خپلو کورنیو د امنیت غوښتنه کوي.د ۲۱۵ میوند قول اردو سرتیرو ته د نیم معاش ورکولو خبره په کلکه ردوي.


له وسله والو سره په مخامخ نښتو کې افغان سرتیرو ته بیلا بیلې ننګونې پرتې دي، چې تازه یې بله دا ده، چې اوس طالبان د ملي اردو کورنۍ په مرګ ګواښي چې خپل اولادونه له حکومته وباسي.

هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر