۱۳۹۵ اردیبهشت ۶, دوشنبه

دهلمند والي وایې هغه طالبان چې سوله نه کوي دوژلو لپاره به یې جدي ګامونه پورته کړي

راپور—۲۰۱۶—۴—۲۵—
هلنمدوالي وایې هغه طالبان چې سوله نکوي وبه یې وژنو.
دهلمندوالي وایې دوی هغه طالبانوته دسولي لاس ورکوي چې غواړي جګړه پریږدي خوهغه طالبان چې سوله نکوي دوی به پروړاندي جدي مبارزه وکړي وبه یې وژني ، که څه هم دطالبانوسره دسولي خبري کومه پایله ورنه کړه څوورځي وړاندي ولسمشردکابل دورستې پیښې په غبرګون کې وویل دپیښې دقربانیانوغچ په دطالبانوواخلي ، په هلمندکې دبهرني ځواکونونوی قوماندان وایې ددوی همکاري اوس پیل سوي اوبایدطالبان وځپل سي .
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
له سویله هم د طالبانو دوژلو ګواښ وشو! دو لسمشر محمد اشرف غني له خبرداري وروسته دهلمند والي حیات الله حیات وایې هغه طالبان چې سوله نه کوي د وژلو لپاره به یې نور هم جدي ګامونه پورته کړي، که څه هم دافغان جګړې ښکېلو غاړو اوربند ونه کړخو په کابل کې له برید وروسته دافغان چارواکو غصه را پارېدلې.

بهرني  ځواکونه هم له ا فغان چارواکو سره همغږي برېښي ، دلته هلمند کې یې قوماندان نه یوازې دخپلو مرستو پر دوام ټینګار وکړ بلکې نورې سپارښتنې یې هم درلودې .

ولایتي شورا بیا د هلمند چارواکو پر ناسمې رهبرۍ نیوکې کوي. د ولايتي شورا غړي وایې حکومت دهلمند حالاتو کابو کولو لپاره یوازې په چارواکو کې ادلون بدلون راولي چې دغې چارې نه یوازې ستونزې کابو نه کړې بلکې ډېرې نورې سیمې هم د حکومت تر ولکې ووتې.

د نورو والیانو په څېر راغلی نوی والي هم هلمند وضعیت د ښه کولو ژمنه کوي .

هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر