۱۳۹۵ فروردین ۲۵, چهارشنبه

دیني عالمان اوقومي مشران پداسي حال کې دي دامنیتي ځواکونوڅخه ملاتړکوي چې جګړه دلښکرګاه ښارترڅنډورسیدلي

راپور—۲۰۱۶---۴—۱۳—
دهلمنددیني عالمانو اوقومي مشرانودافغان امنیتي ځواکونوڅخه خپل ملاتړاعلان کړ.
دهلمنددیني عالمان اوقومي مشران پداسي حال کې دامنیتي ځواکونوڅخه خپل هرډول ملاتړاعلانه وي چې په هلمندکې دناامنیوکچه خورالوړه اوډيری سیمي هم طالبانونیولي دي، که څه هم اولسونوډيری وختونه ددولت په ملاتړدوسله والوپرضد پاڅونونه کړي خودحکومت دنه پاملرني له امله له ماتي سره مخ سوي دي .
نورحال دهلمند ولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
دهلمندد یني عالمان اوقومي مشران پداسي حال کې دي دامنیتي ځواکونوڅخه ملاتړکوي چې جګړې دلښکرګاه ښارترڅنډورسیدلي .قومي مشران اودیني عالمان په هلمندکې روانه جګړه دپردیو اویوه ناروا چګړه بولي چې پرافغانانوتپل سوې ده .

دوی په هلمندکې روانه جګړه دپردیودګټو او داولس په زیان بولي خودطالبانوغوښتنه کوي چې دجګړې لاس په سراودسولي میزته کښیني ، بل پلودهلمنددعلماودشورا رئیس وایې که دطالبان دافغان دولت سره جګړه کول جهاد بولي خودوی خپل منځي جګړوته کوم نوم ورکوي ،مولوي خداینظروایې طالبان هم دپردیودګټودپاره جګړه کوي .


دهلمند دیني عالمان او قومي مشران په داسي حال کي دافغان ځواکونو څخه خپل  ملاتړ اعلانوي چي دتیرو څو کلونو راهسي دطالبانو پرضد دخلکوپاڅونونه دحکومت دنه پاملرني له امله ګټوره پایله نده ورکړې .

هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر