۱۳۹۵ فروردین ۱۷, سه‌شنبه

په ګرمسیراوسنګین کې سیلابونو خلکو ته د مالي زیان ور اړولو سربیره د مرګ وېره پیدا کړې

په هلمندکې دسیلابونودراوتلوله امله مالي زیانونه اوښتې دي .
له تیرو دو ورځوراهیسي په هلمندکې داورښتونوله امله سیلابونه راوتي چې دسنګین اوګرمسیرولسوالیوکې دمالي زیانونوترڅنګ اوس دځاني زیانونواندیښنې جدي سوي دي ، دګرمسیرولسوال وایې دم ګړی پنځوس کورنۍ ،څلورماشومان اوشاه اوخوا ۳۰ مسافرهم محاصره دي که یې مرسته ونسي اوبه به یې له ځانه سره یوسي ، دولایت دمقام ویاندوایې دمرکزي حکومت څخه یې دجدي مرستي غوښتنه کړې ده .
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي.
ترجګړې یې ډېر ډارولي!
دا ځل د جګړې په ډګر کې طبعي پېښې په مرګ ګواښلي او ایسار پاتی دي ، د هلمند په ګرمسیر او سنګین کې وروستیو ورښتونو او سیلابونو خلکو ته د مالي زیان ور اړولو سربیره د مرګ وېره پیدا کړې ، په ګرمسیر کې ډيری کلی ایسار پاتی دی او اندېښنې دادي که مرکزي حکومت ورسره مرسته ونه کړي دغه کلي د ډوبېدو له خطر سره مخامخ دی.
په سنګین کې هم ورته ستونزه موجوده ده خو په دومره توپير چې څوک ایسار نه دي پاتی، د سنګین اوسېدونکي وایې، د سر زیان نه لري خو ګن مالي زیانونه ور اوښتي ، سیلابونو د دوی په سلګونو جریبه ځمکې وړي او وېره یې له دې ده که ورښت همداسې دوام او د چارواکو نه پاملرنه دوام وکړي د مالي زیان ډېرېدو سره بیره به ځاني زیان هم ور واوړي ، ولایتي اداره ترې خبره ده او ژمنه یې داده چې د چورلکو په مرسته به خلک نورو سیمو ته ولېږدوي.


د نسبتا تود ژمي له تېرېدو وروسته په ټول هېواد  کې ورښت زور اخیستي چې د هلمند په ګډون په یو شمېر سیمو کې یې خلک له ستونزو سره مخامخ کړي ، دغو ورښتونو د پلازمېنې کابل له واټونو هم سیندونه جوړ کړی وو چې دکابل اوسېدونکو چارواکي په ناغیړۍ تورن کړل .

هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر