۱۳۹۴ شهریور ۱۷, سه‌شنبه

په هلمندکې په نشه روږدي کسان دورځي دسل زره امریکایې ډالرونشي توکي استعماله وي .

راپور—۲۰۱۵—۹—۸—
په هلمندکې په نشه روږدي کسان هره ورځ دسل زره ډالروپه قیمت نشه یې توکي استعماله وي .
دنشه یې توکوسره دمبارزي چارواکې وایې داچې دهیوادپه سطه په هلمندکې دنشه یې توکودکرکیلي کچه لوړه نوپدي ولایت کې اوس مهال سل زره کسان دنشه یې توکوپه استعمال بوخت چې ورځ تربلي دډيریدوپه حال کې ده .
دوی اندیښنه لري که یې مخه ونیول سي په نشه دروږدوکسانوشمیربه تردي هم لوړي سي .چارواکې وایې کومي پیسي چې په نشه روږدي کسان په نشه یې توکوورکوي په نوروبرخوکې ولګول سي په دي ولایت کې به ډیری ستونزومخه ونیول سي .
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
هلمندکه له یویخوا ناامنې سخت زوروي خوله بلخوادنشه یې توکوکرکیله اوپه نشه روږدي کیدل بله هغه ه زورونکې خبره ده چې ورځ تربلي په دي ولایت کې ځوانان پرې  اخته کیږي ،دنشه یې توکوسره دمبارزي ریس وایې په هلمندکې هره ورځ په نشه روږدي کسان ترسل زره امریکایې ډالره دنشه یې توکوپه استعمال په مصرف وي چې دغه چاري دوی سخت اندیښمن کړي دي ،دنشه یې توکوسره دمبارزي ریس لعل محمد وایې نه یوازي چې ورځ تربلي په نشه روزږدي کسان ډيریږي بلکې هغه پیسي چې دوی  دنشه یې توکوپراستعمال ورکوي په نوربرخوکې ولګوسي په دي ولایت کې به ډيری ستونزوته دحل لاري ولټول سي .

هغه وایې لومړی باید په دي ولایت کې دنشه یې تودکرکیلي سره جدي مبارزه وسي ترڅوپه دي ولایت کې دیادکښت کچه راټيټه کړل سي اوله لیخواپه نشه دروږدوکسانودډیریدوپرمخنیوي هم ټنګاروسي .

هلمنددافغانستان یوله هغه ولایتونوپه کتارکې دی چې دکوکناروکرکیله په کې ډيره دهپه داسي حال کې چې ددي ولایت په شمالي ولسوالیوکې اوس مهال دلومړي ځل ترڅنګ کرونده ګردوهم اودریم ځل هم دکوکناروکښتونه کوي چې ترلومړي ځل یې حاصل هم څوبرابره ډيروي .

هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر