۱۳۹۴ شهریور ۳۰, دوشنبه

والي : دملي امنیت ریاست بایدنورکارونه پریږدي یوازي خپلي چارې پرمخ یوسي .

راپور—۲۰۱۵—۹—۲۱—
هلمندوالي وایې دملي امنیت ریاست بایدنورکارونه پریږدي یوازي خپل ورسپارل سوې دنده پرمخ یوسي.
والي میرزاخان رحیمي دغه څرګندونې دملي امنیت دنوي ریس دمعرفت په غونډه کې وکړي،هغه وایې تربل هروخت اوس مهال په هلمندکې په ډیری برخوکې ستونزي سته چې حل کولوته اړتیالري ،په ورته وخت کې دهلمنددملي امنیت نوي رئیس بیاژمنه وکړه چې ترټومسایلوبه لومړي توب دښه امنیت را ویستوته ورکوي ، اونه هم دی په کومه ډله پوري تړلی دی .
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
دهلمندوالي میرزاخان رحیمي وایې دملي امنیت ریاست بایدیوازي خپلي چاري مخ یوسي اوپه نوروبرخوکې دي دهرډول لاس وهنوڅخه ډډه وکړي ترڅوپه امنیتي برخي ښه والی راسي ،والي زیاته وي دم ګړی په دې ولایت کې لوی ګواښ، دنشه یې توکوقاچاق، مافیايې کړۍ او دپردیوتپل سوې روانه درنه جګړه ده چې دملي امنیت ریاست یې بایددمخنیوي پوره هڅه وکړي ،نوموړی وایې که دیادریاست چارواکې په نوروکارونوبوخت سي اصلي لاره به تري ورکه اوستونزي به نوري هم ډيري سي ،والي ډغه څرګندوني دملي منیت دنوي رئیس ددندي دپیل په مراسیموکې وکړي .

والي دملي امنیت دریس څخه دتروریزم،دنشه یې توکوقاچاق ،دبهرنیولاس وهنې ،اودوسله والوداقتصادي سرچینودلمنځه تلوغوښتنه وکړه ،په ورته وخت کې دملي امنیت نوي رئیس بیاژمنه وکړه چې په پوره توان به دلته دټولوهغه ډلوپروړاندي کلکه مبارزه کوي چې دخلکوډاډمن امنیت ته زیان اړوي ،بریدجنرال محمدیاسین زیاته وي په هیڅ ډله، اوتنظیم ،پوري تړلی ندی یوازي خپلي دنديته ژمن دی ، ریس په هره برخه کې دخلکوپرهمکاري هم ټنګاردرلود.

په هلمندکې له تیروڅومیاشتوراهیسي ناامنۍ خوراډيري سوي دي چې دخلکونیوکه تل پرمرکزي دولت دواي چې هلمندیې له پامه غورځولی اوشته ناخوالي ددوی دبي پروایې له امله بولي ،دیادولوده چې دهلمندملي امنیت مخکني ریس بریدجنرال محمدامین قاضي زاده شپږمیاشتي وړاندي ددې ولایت دملي امنیت دریس په توګه وګمارل سو.


هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر