۱۳۹۴ شهریور ۱۱, چهارشنبه

هلمند والي وایې په موسي کلاولسوالۍ کې هوایې اوځمکنیوعملیاتوحالت نورمال کړی دی .

راپور—۲۰۱۵—۹—۲—
هلمند والي وایې په موسي کلاولسوالۍ کې اوس مهال حالت نورمال دی دځمکنې اوهوایې ځواکونوعملیات دوام لري .
هغه وایې دوی دیادي ولسوالۍ ترڅنګ یې دنورو ولسوالیودخوندي امنیت دساتلوپه موخه پریوډول خاصوپلانونوکارکړی دی ترڅوپه شمالي ولسوالیوکې ددایمې ناامنیودمخنیوي په موخه کاروسي .
دولسي جرګې استازي بیاوایې په مرکزکې ځيني کړۍ په هلمندکې دورانې جګړې په نوم دخلکوپه مټ غواړي پاڅونونه اوکړي اودلته ملیشي جوړي کړي چې دوی به چاته اجازه ورنکړي چې دغه ارمان ته ورسیږي .
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
هلمندوالي میرزاخان رحیمي وایې اوس مهال په موسي کلاولسوالۍ کې حالت نورمال دی ،هغه وایې دیادي ولسوالۍ ترڅنګ یې دنوروولسوالیودخوندي امنیت دساتلوپه موخه پریولړخاصوپلانونوکارکړی دی ترڅوپه شمالي ولسوالیوکې یوبشپړه دایمې امنیت رامنځته سي .نوموړی زیاته وي داچې پرموسي کلالسوالۍ هوایې اومځکني عملیات شروع دي نوځکه یې په امنیتي برخه کې دتیرووختونوپه پرتله ښه والی راغلی دی .

دښاغلي رحیمي په خبره دمرکز ټنګه ژمنه اوپه هلمندکې دامنیتي ځواکونوترمنځ کلکه همږغي به ډیرژرددي ولایت په امنیتي برخه کې دپام وړښه والی راولي ،په ولسي جرګه کې دهلمنددخلکواستازې نیسمه نیازۍ وایې اوس مهال په مرکزکې ځیني کړۍ غواړي په هلمندکې روانه جګړه دیوي پروژي په توګه وکاره وي ،نیازۍ که څه هم دچانوم یادنکړولي زیاته وي دغه کړۍ غواړي په هلمندکې دخلکودپاڅون په جوړیدواودلته په ملیشه جوړه ولوخپلوموخواواهدافوته ځان ورسوي  خونیازۍ وایې چاته به اجازه ورنکړي چې له دغي لاري په هلمندکې خپلوموخوته ځان ورسوي ،په ورته وخت کې ولایتي شوارریس محمدکریم اتل بیادروانوناامنیولویه پړه دملي دفاع کورنیوچارو،اودحکومت پراجراییه ریس وراچوي  ،داتل په خبره دموسي کلادجګړې وړاندي یې له دوی سره خبري کړي وې چې بایدمخه یې ونیول سي خوداسي ونه سوه .


نسیمه نیازۍ وایې هیچاته به اجازه ورنکړي چې دهلمندخاوره دخپلوګټوپه خاطروکاره وي اوداولایت دیوي نوي جګړي ډګروګرځوي ،داچې په مرکزکې دخپلوشخصي ګټودساتلواوپه هلمندکې دیوي نوي جګړي دارمنځته کیدومشري اوهڅه دچاه اوپه کومه کچه ده دوخت په تیریدوبه روښانه سي .  

هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر