۱۳۹۴ شهریور ۱۴, شنبه

لښکرګاه ښاروالۍ د۲۳ میلیونه افغانیوپه لګښت د۵ کلیومتره سړک دجوړیدوچاري کړي .

راپور—۲۰۱۵—۹—۵—
په هلمندکې د۲۳ میلیونه افغانیوپه لګښت د۵ کلیومتره سړک دجوړیدوچاري پیل سوي .
چارواکې وایې ددغه سړک په جوړیدوبه نه یوازي دمختارسیمه  دلښکرګاه ښارسره ونښلوي بلکي به دشا اوخوا۳۰۰۰۰ کورنیودسړک دنشتون پرتي ستونزي هم حل سي ،دیادسړک ټول مالي لګښت دلښکرګاه ښاروالۍ څخه ورکولوکیږي چې ددریومیاشتوپه موده کې به یې چاري بشپړسي .
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
دغه سړک چې پنځه کلیومتره اوږدوالی او۱۳ متره سورلري دچارواکوپه خبره په جوړیدوبه یې د لښکرګاه ښاراودمختاردسیمي دنښلیدوسره سم دشاه اوخوادیرش زره کورنیوهغه ستونزه هم حل سی چې دسړک دخرابوالي له امله ورسره مخ وه ،هلمندوالي میرزاخان رحیمي وایې دیادسړک ټول مالي لګښت   ۲۳ میلیونا افغانۍ دي چې  دلښکرګاه ښاروالۍ  بودیجې څخه ورکول کیږي.

دلښکرګاه ښاروال محمدفاضل صافی وایې که یې بودیجه ډيره سي دښارپه نوروسیموکې به هم دیته ورته پورژي پلي کړي  چې په جوړیدوبه یې دښاریانوډيرستونزي حل سي ،ښاروال وایې ښارته یې پاکو اوروانوابودویالي کارونه هم پربشپړسوي دي چې ډيرژربه دښارډیری سیموته اوبه ورسوي .

دلښکرګاه ښاراوسیدونکې دیادسړک په جوړیدوخوښي ښه یې خودښاروالۍ څخه یې غوښتنه یې داده چې په ښارکې دي دپاته نوروهغه سړکونودجوړیدوچاري هم راپیل کړي چې په ځینوسیموکې تخریب سوي دي .

دوی که څه هم دښارپه سمسورتیاکې دښاروالۍ سره دمرسته کولوټټروهي خوچارواکې بیا په ښارکې دپراخوخدمتونونه وړاندي کول دخپلوکارونوپروړاندي لویه ننګونه دبودیجې کموالی په ګوته کوي .


هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر