۱۳۹۴ شهریور ۱۲, پنجشنبه

قومي شوراګانودسرحدي پولیسوڅخه خپل ملاتړاعلان اوپه هرډول حالاتوکې یې دمرستي ټټرووهه.

راپور—۲۰۱۵—۹-۴—
دهلمندیومشیرقومي شوراګانودسرحدي پولیسوڅخه خپل ملاتړاعلان اوپه هرډول حالاتوکې یې دمرستي ټټرووهه.
دوی وایې داچې سرحدي پولیسودیوي ښې رهبري لاندي په جنوبي هلمندکې دشمالي هلمندپه پرتله امنیت دډاډوړکړی نوځکه یې دقربانیوستاینه اودهمکارۍ ژمنه کوي ،دسرحدي پولیسوچارواکوبیانه یوازي چې ددي ولایت دډاډمن امنیت دستالوټنګارکوي بلکې دقومي شوراګانوڅخه هم مننه کوي چې دخپلوامنیتي اروګانونوملاتړکوي ددوی په باوره دغه چاره نیغ په نیغه پرامنیتي حالاتوهم مثبتي اغیزي کولای سي .
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
دهلمندولایت یوشمیرقومي شوراګانودسرحدي پولیسوڅخه خپل کلک ملاتړاعلان اودهرډول مرستي کولوټټریې ووهه، دغوقومي مشرانودیوي غونډي پرمهال په هلمندکې دشپږسوه څلرم سرحدي زون دښي رهبرۍ لاندي دشمالي هلمندپه پرتله په جنوبي هلمندکې دډاډمن امنیت دراویستلوستاینه وکړه ،دوی وایې داچې سرحدي پولیسودخپل سرپه قربانۍ په جنوبي هلمندکې داولسونولپاره دبشپړه امنیت زمینه برابره کړې نوځکه دوی هم دسرحدي پولیسوترڅنګ دټولونظامي ځواکونوترشاولاړدي اوپه هرډول حالاتوکې به یې لاس نیوی کوي .
قومي مشران وایې داچې امنیتي قواوي دځمکني بشپړتیامسؤلیت لري اوتل یې هڅه کړیده چې په سرحدي سیموکې ددوښمن هرډول پلانونه له ماتي سره مخ کړي نوغوښتنه یې داده چې لوړپوړي چارواکې دي دسرحدي پولیسوکلکه مرسته اوبشپړه پاملرنه دې وسي چې لایه هم په کارونوکې ښه والی راسي ،په ورته وخت کې په هلمندکې د۶۰۴ سرحدي زون قوماندان په هیواداوهلمندکې روانوناامنیواوناخوالوته دپردیوترڅنګ دخپلوګاونډیوهیوادونوله لوري دتپل سوي پراخي جګړي نوم ورکوي ،هغه وایې کلونه کیږي چې دلته یوه نااعلان سوې جګړه پرمخ ځي خوقوماندان پرقومي مخوروږغ وکړچې دیادي جګړي دختمیدویواځینی لاردخپل دولت اوامنیتي ځواکونوشاته دقومي مشرانودریدل دي ،مل پاسوال سلطان محمود محمود په هلمندکې دقومي مشرانوددغه ګام دپورته کیدودهرکلي ترڅنګ ټنګه ژمنه وکړه چې خلکوته به دیوډاډمن امنیت په راویستلوکې خپل ټول توان په کاراچوي.
دیادولوده چې په جنوبي هلمندکې دسرحدي پولیسوپه شتون سره دشمالي هلمندپه پرتله امنیت دډآډوړدی چې له امله یې قومشرانوهم نه یوازي دخپل کلک ملاتړژمنه وکړه بلکې یې په هرډول حالاتوکې دسرحدي پولیسوسره دمرسته کولوټټرهم ووهه.



هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر