۱۳۹۴ شهریور ۲۴, سه‌شنبه

وسله والویوواربیاپرکجکي ولسوالۍ خپلوبریدونوته زور ورکړی دی .

راپور—۲۰۱۵—۹—۱۵—
دهلمندپه کجکې ولسوالۍ یوواربیادوسله والوطالبانوجګړوزوراخیستی دی.
دهلمنددامنیه قوماندانې ایې تیره شپه وسله والوطالبانودکجکې ولسوالۍ دپولیسوپرماموریت بریدکړی چې پرمهال یې وسله والوطالبانوته درنه مرګ ژوبله اړولي ده ،دکجکې ولسوالۍ سیمه ییزي شوارریس خبرداری ورکوي که افغان امنیتي ځواکونوته هوایې اوزمیني مرسته  ونه رسیږي دکجکي ولسوالۍ مرکزي سیمي به دوسله والولاسته ولویږي ،په ورته وخت کې دهلمندولایتي شوراهم دامنې چې په کجکې ولسوالۍ کې له تیرودوورځوراهیسي درني جګړي دوام لري چې دبریښنابندتربل هروخت اوس مهال ترلوړتهدیدلاندي دی .
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
دهلمنددامنیه قوماندانۍ مطوعاتي دفتروایې تیره شپه وسله والوطالبانودکجکي ولسوالۍ پرځینوامنیتي پوستوبریدونه کړي دي چې پرمهال یې ۲۲ وسله وال طالبان وژل سوي ۲۵ نورټپیان سوي هم دي ،خودولایتي شوارغړی اودکجکي ولسوالۍ اوسیدونکی عبدالمجیداخندزاده وایې جګړه دوه ورځي وړاندي پیل سوي ده چې پولیسویوکلیوسیمه هم پرایښې ده ،هغه وایې په یاده جګړه کې پنځه پولیس ټپي سوي دي خوجګړه اوس هم دوام لري ، مجیداخندزاده خبرداری ورکوي که ډیرژرنوي تازده دمه سرتیري دافغان امنیتي ځواکونومرستي ته ورونه دانګې دبریښناستربندبه هم دوسله والوپه ولکه کې راسي .

هغه وایې تیره شپه وسله والوطالبانودپولیسومرکزي ماموریت هم نیولی دي خودمرګ ژوبلي په اړه معلومات نلري ،په ورته وخت کې دکجکې ولسوالۍ دسیمه ییزشوارریس اوغړي وایې یوازي څلورکلیومتره سیمه دپولیسوسره په واکې ده که دشته امنیتي ځواکونوسره دتازه دمه سرتیروهوایې اومځکني مرسته ونسي دکجکي ولسوالۍ مرکزي سیمي به هم وسله وال ونیسي .


خوامنیه قومانداني وایې په کجکي ولسوالۍ کې کومه خاصه ستونزه نلري ولي دهلمنددوالي یانددکجکي ولسوالۍ په اړه له څه ویلوڅخه ډډه کوي ،دوسله والوطالبانوویاندقاري یوسف احمدي وایې تیره شپه په کجکي ولسوالۍ کې دځینوسیمودنیول کیدوترڅنګ د ۱۶ پولیسودوژلوخبره کوي خوچارواکې دقاري یوسف ادعانه مني ،یاده دي وي ترنوزاداوموسي کلاولسوالۍ وروسته وسله والوداځل پرکجکي ولسوالۍ خپلوبریدونوته زورورکړی دی چې دسیمزوچارواکوترڅنګ ولایتي شوارهم مرکزي دولت څخه کجکي ولسوالۍ ته دپوره پام اړولوغوښتنه کوي .

هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر