۱۳۹۴ شهریور ۲۸, شنبه

والي : موسي کلاموونیول خوطالبانوته مو درنه مرګ ژوبله هم اړولي .

راپور—۲۰۱۵—۹—۱۹—
هلمندوالي وایې دموسي کلاولسوالۍ مرکزي سیمي مودوسله والوڅخه نیولي اودرنه مرګ ژوبله مووراړولې دي .
هغه وایې له تیرودریوورځوراهیسې پرموسي کلاولسوالۍ هوایې اومځکني پراخ چاڼیزعلمیات راپیل سوي دي چې نه یوازي مووسله والوته درنه مرګ ژوبله اړولي بلکې ډیری سیمي موهم ترینیولي اولاهم یادعملیات دوام لري ،والي دکجکي ولسوالۍ حالات هم له تیرودوروځوراهیسې نورمال وه باله اوکجکې ولسوالۍ ته دغځیدلي لاري دپرانستلوژمنه یې وکړه .
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
دهلمندموسي کلالسوالۍ له شاه اوخوادریواونیووروسته یوواربیاافغان ځواکونوترخپلي ولکي لاندي راویسته ،هلمندوالي میرزاخان رحیمي وایې داځل یې په موسي کلاولسوالۍ کې وسله والوطالبانوته درنه مرګ ژوبله اړولي ده ،دښاغلي رحیمي په خبره اوس هم په موسي کلاولسوالۍ کې دافغان هوایې اومځکني ځواکونوچاڼیزعملیات دوام لري چې ډیرژربه ملکي اداره هم خپلي چارې پیل کړي .هغه پروسله والوطالبانوږغ وکړترڅودجنګ نه لاس په سراودسولي دوراني پروسي سره یوځای سي .

په ورته وخت کې دکجکې ولسوالۍ اوسیدونکی اودولایتي شوراغړی عبدالمجیداخندزاده وایې وسله والوطالبانوپه موسي کلالسوالۍ کې ډیری سمي پرایښي ولي پرکجکې ولسوالۍ یې خپلوبریدونوته زوروکړی دی چې دامهال دکجکې ولسوالۍ حالت داندیښنې وړدی ،خوهلمندوالي وایې که څه هم ځیني تهديدونه موجودي ولي زیاته وي له تیرودوورځوراهیسې په کجکې ولسوالۍ کې حالات نورمال دي اودشته افغان امنیتي ځواکونوهرډول اکمالات هم ترسره سوي دي .والي وایې له تیرودریوورځوراهیسې دشمالي ولسوالیولپاره دوسله والوطالبانوجنګي سره قطعه په بشپړه توګه لمنځه تللي اودرنه مرګ ژوبله ورته اوښتې ده .

وسله والوطالبانوبیاتراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي ،دیادولوده چې په کجکې ولسوالۍ کې دسختوامنیتي ننګونوله امله دکجکې دبریښنادبنددرریم توربین دنصبولوبهرني کارکونکې هم تللي اودکارچاري په ټپه ولاړي دي ،په شمالي هلمندکې وروسته له هغه امنیتي ننګوني نوري هم ډيري سوې کله چې ترسختوجګړووروسته وسله والوطالبانویوپه بل بسي دنوزاد ،اوموسي کلاولسوالۍ مرکزي سیمي ترخپلي ولکي لاندي راویستې.



هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر