۱۳۹۴ شهریور ۱۴, شنبه

قومي مشران .په هلمندکې دپولیسومرموزي وژني ډیري سوي دي .

رارپور---۲۰۱۵—۹—۶—
په هلمندکې دپولیسومرموزي وژني ډیري سوي دي .
که څه هم دیادو وژنوراپورونه درسنیوڅخه پټ ساتل کیږي خوخبریالانودخپلوسرچینودراپورونودترلاسه کولولمخي په تیره یوه میاشتي لسګونه دغه ډول پيښي رامنځته سوي دي ،قومي مخوروایې وسله والوطالبانوخپلوجنګي تکتیکونوته تغیرورکړی اوله بلي خوادپولیسوپه لیکوکې دفسادترڅنګ ددوی په لیکوکې نامسوله اوغیري مسلکي اشخاص ننوتي چې له امله یې دغه ستونزه ډيره کړې ده ،خوهلمندوالي بیاددي هرڅه پړه داولسوالیوپرامنیه قوماندانانو وراچوي چې خپلودندوته ژمن نه دي .
نورحال دهلمند ولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
په هلمندکې دپولیسومرموزي وژني دنورووختونوپه پرتله څوبرابره ډیري سوي دي چې له امله یې دقومي مشرانوترڅنګ چارواکې هم اندیښمن کړي دي ،که څه هم دیادو وژنوراپورونه درسنیوڅخه پټ ساتل کیږي خوخبریالانودخپلوسرچینوپه مټ داسي معلومات په لاس راوړي دي چې له تیري یوي میاشتي راهیسي دهلمندپه سنګین ،ګرشک ،ګرمسیرولسوالیو،اودلویولارود کنډک په امنیتي پوستوکې شاه اوخوا ۳۳ پولیس په مرموزډول سره وژل سوي دي ،ددي ولایت قومي مشران وایې په دي ورستیوکې له یوي خواوسله والوطالبانوخپلوفعالیتونوته تغیرورکړی اوله بلي خوادناسوکه پولیسوځای پرځای کولویادي ستونزي رامنځته کړي دي .

دوی وایې کوم  کسان چې دپولیسولیکوته ورځي نه یوازي دي تري قوي ضمانت واخیستل سي بلکي دي هغه کسان هم په امنیتي پوستوکې نه ساتل کیږي چې سوک سوي نه وي ،خودهلمندوالي میرزاخان رحیمي بیاددي هرڅه پړه دولسوالیوپرامنیه قوماندانانووراچوي چې نه یوازي په خپلودندوکې غفلت کوي بلکې دکورنیوچارودوزات لارښووني یې هم ندي عملي کړي  خووالي ژمنه کوي چې په دغه برخه کې به دولسوالیودامنیتي مسولینوسره قانوني چلندوکړي .


هغه دامنې چې په دي ورستیوکې یادي پیښي رامنځته سوي دي خودژرمخنیوي ژمنه یې کوي ،په هلمندکې که له یويخوافغان امنیتي ځواکونوته دوسله والوطالبانوسره په مخامخ نښتوکې مرګ ژوبله اوړي خوله بليخواډیری وختونوپه امنیتي پوستوکې دناسوکه پولیسو،دمیلمه ،اویاهم دملګرتوب په نوم پولیس په خپلوپوستوکې په مرموزډول سره وژل کیږي چې دغه چاري انديښني هم ارپیداکړي دي .

هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر